محترم مفتي محمد اکبر مقسط د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه معرفي شو
![محترم مفتي محمد اکبر مقسط د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه معرفي شو](/sites/default/files/2022-03/277350594_5032291000184724_5127394827090626317_n.jpg)
د افغانستان د علومو اکاډمي د مالي او اداري معاونیت د بشـري سرچینو آمریت د 5/12/1400 نېټې د (92) ګڼې وړاندیز په اساس د افغانستان اسلامي امارت د رئيس ال وزراء د 11/12/1400 نېټې د (1376) ګڼې حکم پر منظورۍ محترم مفتي محمد اکبر مقسط د افغانستان د علومو اکاډمۍ د د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه ټاکل شوی، نوموړی د علومواکاډمۍ لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود معاونینو، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، د دفتر رئیس او د مالي او اداري چارو عمومي رئیس په حضور کې رسمًا معرفي شو او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.
په یاده معرفي غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر د دعوت او ارشاد د اهمت او ضرورت په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او ویې ویل چې په موجوده وخت او زمان کې د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره دعوت او ارشاد مهم ضرورت دی.
غونډه په دعائيې سره پای ته ورسېده.