څېړندوی لطف الله صابر د زېري جریدې د مسؤل مدیر په توګه مقرر شو
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رئیس د ۱۴۰۱/۱/۱۰ نېټې د ( ۳۶) ګڼه حکم پر اساس څېړندوی لطف الله صابر د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتوت غړی، د زېري جریدې د مسؤل مدیر په توګه مقرر او نن د ژبو او ادبیاتو د مرکز د رئیس څېړنوال سید نظیم سیدي، د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتوت د امر او د مرکز د نورو امرینو او استادانو له خوا په رسمي توګه معرفي او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.
