ښاغلی عزیز الرحمن په دویم بست کې د پلان او پالیسي د رئیس په توګه وټاکل شو
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د بشـري سرچینو آمریت د ۳/۱/۱۴۴۴ هـ.ق نېټې د (۱) ګڼه لیک وړاندیز پر اساس او د رئیـ/ـس الــ/ــوزرا په منظورۍ ښاغلی عزیز الرحمن د عبد الرحیم زوی په دویم بست کې د پلان او پالیسي د رئیس په توګه وټاکل شو او د افغانستان د علومو اکاډمي د مالي او اداري چارو عمومي رئیس او د علومو اکاډمي د عمومي ریاست د دفتر رئیس له خوا رسماً معرفي شو او پر چارو یې پیل وکړ.
