" د ګوَري ژبې فونولوژي" علمي- څېړنیز اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۰:۳۶
د ګوَري ژبې فونولوژي

" د ګوَري ژبې فونولوژي" د څېړندوی شریف الله سانېن علمي- څېړنیز اثر دی چې په (۳۴۸) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شو.

دغه علمي- څېړنیز اثر د لارښود استاد پر نظر، تقریظونو او سریزې سربېره په څلورو څپرکو کې بشپړ شوی دی. د دې علمي- څېړنیز اثر په لومړي څپرکې کې د موضوع پر شالید بحث شوې چې په کې د موضوع اړوند د بهرنیو او کورنیو پوهانو او څېړونکو د بېلابېلو آثارو تنقیدي بحث او یادونه شوې ده.

په دویم څپرکې کې د اندو- اروپايي ژبو په بحث کې د اندو- اروپايي ژبو د لنډې پېژندنې ترڅنګ د آریک ژبښاخ پر اندو- آریايي، آریاني او داردی ژبڅانګو پر ژبو لنډ بحث او معلومات وړاندې شوي دي.

په درېیم څپرکې کې په داردیک ژبو کې د ګوَري ژبې دریځ تر سرلیک لاندې د ګوَري ژبې پر پېژندنې او تاریخچې، د ګوَري ژبې په اړه د بهرنیو او کورنیو پوهانو پر نظریاتو او د هغوی د نظریاتو پر ارزونه، د ګوَري ژبې د ویونکو پر مېشتځایونو او د داردیک څانګې له پشه يي او نورستاني(کلښه الا) ژبو سره د ګوَري ژبې پر نږدېوالي بحث او څېړنه ترسره شوې ده.

په څلورم څپرکې کې د ګرامر لنډه تشـریح، توضیح او د ګوَري ژبې فونولوژي تر سرلیک لاندې د ګرامر په لنډې تشـریح او توضیح، غږپوهنې(Phonology)، فونیټیک(Phonetics)، د فونیټیک څانګې، د فونولوژي او فونیټیک ترمنځ توپیر، فونیم(Phoneme)، ګرافیم(Grapheme)، د فونیم او ګرافیم ترمنځ توپیر، الوفون، د ګوَري ژبې د فونیمونو(غږونو) پر ډولونو(خپلواکوVowels، بېواکوConsonants او نیم واکوSemi Vowels) او د دغو غږونو پر ځانګړنو، غبرګغږونو(Diphthongs)، بېواک مرکب غږونو(Clusters) او د ګوَري ژبې پر فونیمیکي الفباء علمي- څېړنیز بحثونه، څرګندونې او معلومات وړاندې شوې دي. په پای کې یې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه، ضمایم او مأخذونه راغلې دي.

 

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

http://asa.gov.af/sites/default/files/2022-12/%D8%AF%20%DA%AB%D9%88%D9%8E%D8%B1%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%DB%90%20%D9%81%D9%88%D9%86%D9%88%D9%84%D9%88%DA%98%D9%8A.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۲۴
Background image

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی (دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) به چاپ رسید

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی(دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) که از طرف مرکز تفسیر و حدیث معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان به سطح کشور برگزار. . .

BACK TO NEWS