د زېري جریدې د ۵ – ۶ مې ګڼې د چاپ او خپراوي زېری

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۰:۳۴
د زېري جریدې د ۵ – ۶ مې ګڼې د چاپ او خپراوي زېری

د افغانستان د علومو اکاډمي تر اکاډمیک چتر لاندې د زېري جریدې اداره ویاړي چې له ۸۵ کلن مزل را په دېخوا تر اوسه د پښتو ژبې او ادب په برخه کې نشرات لري. دې جریدې له پيل څخه را نیولې تر اوسه پورې د هېواد د ګڼ شمېر تکړه لیکوالو، ادب پوهانو، ژبپوهانو، نقادانو او ژباړونکو لیکنې په خپله پرتمینه لمن کې خوندي او نشر ته سپارلې دي.

د زېري جریدې اداره له هغو قلمي همکارانو د زړه له تله مننه کوي چې په هر ډول حالاتو کې یې خپله قلمي همکاري جاري ساتلې او د زېري جریدې تنده یې په خپلو کره، علمي او اکاډمیکو لیکنو او مقالو په رالېږلو سره خړوبه کړې ده.

د پښتو ژبې او ادب له ښاغلو لیکوالو او څېړونکو هیله کېږي تر څو خپلې لیکنې او مقالې د زېري جریدې په ځانګړې توګه د پښتو ژبې او ادب د لا بډاینې په موخه د خپراوي لپاره راولېږي او له موږ سره د علمي – ادبي او ژبنیو سلاکارانو په توګه همېشنۍ همکاري ولري.

 د پښتو ژبې او ادب ښاغلو لیکوالو او څېړونکو، دا دی تاسې ته یو ځل بیا د زېري جریدې د ۱۴۰۱ ل کال د ۵ – ۶ مې ګڼې د چاپ او خپراوي زېری درکوو.

په دې ګڼه کې لاندې لیکنې او مقالې لوستلای شئ:

۱. ځان ګوري او بهر ګوري/ لیکوال: پوهنوال دکتور اجمل ښکلی

۲. د پښتنو او پښتو ژبې په اړه د ځینو څرګندونو شننه/ لیکوال: څېړنپوه مولا جان تڼیوال

۳. د کلال قالب/ لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل

۴. ادبي غلا او تأثر/ لیکوال: څېړندوی محمد طاهر شرر

۵. ادبي اصطلاحات/ ژباړنه: څېړندوی نازو کمال

۶. د مټا خان ولسوالۍ پېژندنه/ لیکوال: نعمت الله جلالي

۷. یو نوم ورکی دیني عالم، شاعر او لیکوال (امام عادل جان حاذق)/ لیکوال: څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب

۸. د قلم لیک/ لیکوال: دکتور سید اصغر هاشمي

۹. د فرهنګي او ادبي خبرونو پېښلیک/ څېړنپوه محمد اصف احمدزی

۱۰. ژبپوهنیزه عصب پوهنه/ ژباړونکی: څېړندوی لطف الله صابر

د ټولو ادبپوهانو، ژبپوهانو، لیکوالو او څېړونکو څخه په خورا درنښت هیله کېږي چې په خپلو علمي او اکاډميکو لیکنو سره د زېري لمن ښایسته او رنګینه کړي.

یاده ګڼه په بشپړ توګه له لاندې لینک څخه راښکته کړئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-09/Jun%20month%20Zeray%20journal%20year%202022_0.pdf

 

 د مقالو رالېږلو پته:

Zerai1316@gmail.com

0706523650

0777424340

زېری د ټول پښتون ولس د ژبې او ادب د خونديتابه لوی او لرغونی ادرس دی:

یادونه: د پښتو ژبې او ادب مینه وال کولای شي، چې د زېري جریدې ګڼې د علومو اکاډمۍ له کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

رؤیای چینی و پیامد‌های آن بر افغانستان

کنفرانس علمی - تحقیقی تحت عنوان «رؤیای چینی و پیامدهای آن بر افغانستان» در‌ مرکز مطالعات منطقه‌یی اکادمی علوم افغانستان برگزار گردید. این کنفرانس از سوی محقق کوشا اکبری، عضو علمی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

شیوه های معاصر رشوت و احکام فقهی آن

کنفرانس علمی - تحقیقی تحت عنوان (شیوه های معاصر رشوت و احکام فقهی آن) توسط محترم محقق محمد کریم ادیب عضو مرکز فقه و قانون بخش علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان، در تالار کنفرانس علامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۳۷
Background image

بررسی مقایسوی ساحات باستانی مندیگک باتمدن هرپه و موهنجودارو

معاون سرمحقق فرهاد احمدی عضو علمی مرکز تحقیقات باستانشناسی معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان به هدف ارتقاع به رتبه علمی سر محقق در حضور محققین و استادان از پروژه علمی- تحقیقی خویش. . .

BACK TO NEWS