د کابل مجلې د ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۲۷
د کابل مجلې د ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله چې د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز،  علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د پښتو ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.

په دې ګڼه کې چې تازه چاپ شوې ده، دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي:

  1. د بايزيد روښان په «نصیحت‌نامه» چاپي اثر کې راغلو آیتونو ته کتنه/   څېړنپوه محمد آصف احمدزی              
  2. د ((رحمان بابا فرهنګ)) د اثر کره کتنه/ څېړنوال دوکتور محمد داود عربزی             
  3. د مفهومي استعارې او مفهومي ګډون توپیر/ پوهنوال اسدالله وحیدي                   
  4. په تاریخي ژبپوهنه کې قیاسي بدلون/ څېړندوی محمد اتل انګار                     
  5. پر «الفبای زبان پشه‌يی» اثر ژبنۍ کره کتنه/ څېړندوی فريدالله فرحان                
  6. د ځینو پښتو متلونو د اخلاقي او ښوونیزو پېغامونو ځیرنه/ څېړندوی خالد تکل                      
  7. د مومن خان او شيرینۍ د نکل حماسي خصوصیات/ څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل               
  8. په «یوه خبره درته وکم؟»  ناول کې د وګړمنځي برچار ځیرنه/ څېړنوال رحیم الله حریفال                   
  9. ادبي کره کتنه او سیاسي ایډیولوژي/  پوهندوی ګل رحمن رحماني                       

د ژبې او توکمیز هویت ترمنځ تړاو/ عتیق الله حمیدي    

یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-08/kabul%20quarterly%20journal%20no.%201%20Year%201404_0.pdf

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف

محترم سرمحقق محمد اکرم شهیم کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف ) در معاونیت طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان در حضور اعضای کمیسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۱۵
Background image

نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی

عضو علمی مرکز علوم اجتماعی معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان محترم محقق حکمت الله عزیز کنفرانس علمي - تحقیقی تحت عنوان (نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی) در حضور استادان و. . .

BACK TO NEWS