د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه) تر سرلیک لاندې د محققینو او استاذانو په حضور کې دفاع وکړه.
په یاده رساله کې د هایپوتایروییدېزم تعریف، اپیدیمیولوژي، لاملونو، تشخیص، وقایې او درملنې څېړنه شوې ده. هایپوتایرویدیزم یا د درقیې غدې د فعالیت کموالی د انډوکراین سیستم له مهمو ناروغیو څخه ده چې د درقیه غدې د هورمونونو د کمښت له امله رامنځته کېږي. دا ناروغي د بدن پر میتابولیزم، قلبي ـ وعایي سیستم، عصبي سیستم، تناسلي سیستم، هضمي فعالیت، رواني حالت او د ناروغ د ژوند پر کیفیت ژور اغېز لري. د ناروغۍ نښې ډېری وخت په تدریجي څرګندېږي او له نورو ناروغیو سره ورته والی لري؛ له همدې امله ډېری ناروغان ناوخته تشخیصېږي او له بېلابېلو اختلاطاتو سره مخ کېږي. په افغانستان کې د دې ناروغۍ د اپیډیمیولوژۍ، اسبابو او اختلاطاتو په اړه علمي معلومات محدود دي، نو د دې موضوع څېړنه ځانګړی علمي او روغتیايي ارزښت لري.
اپیدیمیولوژي: د امریکا په متحده ایالاتو کې د هایپوتایروییدېزم سرایت تقریبا د عمومي نفوس ۵٪ جوړوي چې ډېری یې تحت الکلینیکي او ۰.۳ ٪ کلینیکي هایپوتایروییدېزم تشکیلوي او په دې کې ۸۵٪ ښځینه جنس کې رامنځته کېږي. د سن په لوړېدو سره یې د پېښو کچه لوړوالی مومي چې تر ۷۰ کلونو پورته یې نور هم خطر زیاتېږي.
لاملونه:د اوټوایمیون هایپوتایروییدېزم (Hashimatos thrioiditis)، انتي تایراید درمل، راډیواکټیو آیودین په ذریعه درملنه، د درقیه غدې جراحي، د غاړې لمفوما یا کنسر لپاره د شعاع ورکړه، درمل لکه، امیوډارون، لیټیم، د تایراید ضد درمل، انټرفرون الفا او نور، ولادې ستونزې لکه د درقیه نه شتون، د تایراید هورمونونو د جوړېدو نیمګړتیاوې، د TSH آخذو میوټېشن، د آیودین کموالی. ارتشاحي بې نظمۍ لکه امایلوییدوزس، سارکوییډوزس.... ، تایروییدایټېس، د نخامیه غدې د فعالیت کموالی( تومورونه، جراحي پروسیجرونه، ارتشاحي ناروغۍ، شعاع، جنټیکي ستونزې...)، د هایپوتلاموس ناروغۍ او داسې نور.
کلینیکي نښې نښانې: د دې ناروغۍ مهم کلینیکي نښې نښانې یې د وزن له زیاتوالي، سټریا، سستي، ژورخپګان، کمزورتیا، د فزیکي فعالیت کموالي، ساه لنډۍ، د مفصلي او عضلي دردونو، عضلي تشنج، د میاشتني عادت په جریان کې د وینې زیاتوالي، قبضیت، وچ پوستکي، سردرد، د سفلي نهایاتو کې بې حسي، د یخ په وړاندې عدم تحمل، د زړه د حرکاتو کموالي یا براډي کارډیا، د ډیاسټولیک فشار لوړوالي، ماتېدونکو نوکانو، ماتېدونکو وېښتانو، پړسوب، د اشتها کموالي، د غږ غټېدل، د خوند او بوی حس کموالي، د اوېدلو د وړتیا کمېدلو، په غاړه کې د کتلې موجودیت، د بلع ستونزې ، د میاشتني عادت له منځه تلل او داسې نورو څخه عبارت دي.
تشخیص: د کلینیکي نښونښانو او نور روټینو معایناتو ترڅنګ د دې ناروغۍ د قطعي تشخیص لپاره د TSH، T3 او T4 لابراتواري پلټنونو څخه استفاده کېږي.
اختلاطات: عمده اختلاطات یې د غټو کولمو له لویوالي، اورګانیک سایکوزس، د اولاد نه کېدلو ستونزه، کوما، د زړه عدم کفایه او داسې نورو څخه عبارت دي.
درملنه: د هایپوتایروییدېزم په درملنه کې د لامل له منځه وړل اړین دي خو په طبي درملنه کې د لیووتایروکسین او لیووتایرونین څخه ګټه پورته کېږي او کېدلای شي په ځینو حالاتو کې جراحي ته هم اړتیا پیداکړي.
وقایه: د هایپوتایروییدېزم د مخنیوي لپاره د خوراکي توکو په رژیم کې د کافي آیودین له ور زیاتولو څخه عبارت ده په هغه صورت کې چې د آیودین د کمښت په پایله کې رامنځته شوې وي، همدارنګه د لبنیاتو، هګیو او ماهي له غوښې څخه استفاده کول هم ګټور تمامېږي.
انذار: د تایروکسین په ذریعه درملنه ډېره اغېزناکه ده او که په منظم ډول د معالج ډاکټر له لارښوونې سره سم واخیستل شي. خو میکزوډیم کوما یا نورو اختلاطاتو د رامنځته کېدو په صورت کې، همدارنګه د ناوخته تشخیص او غیر مسلکي درملنې په صورت کې ناوړه انذار لري.
باید یادونه وشي چې د نوموړي موضوع په اړه هر اړخیزه علمي او څېړنیز معلومات به د رسالې د طبع او نشر په صورت کې له ګرانو هېوادوالو سره شریک شي.