لیکوال، شاعر او ادیب استاد حبیب الله رفیع ته د ښه راغلاست غونډه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۶:۱
لیکوال، شاعر او ادیب استاد حبیب الله رفیع ته د ښه راغلاست غونډه

د دوشنبې/ دوه‌نۍ په ورځ د سرطان/ چنګاښ په ۲۲مه نېټه د مازیګر په 6:00 بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو ژبې نړیوال مرکز په انګړ کې د (لیکوال، شاعر او ادیب استاد حبیب الله رفیع ته ښه راغلاست) تر سرلیک لاندې علمي – فرهنګي غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاون مفتي امیرجان ثاقب د غوڼدې ګډونوالو ته پیلیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي .ا. د خپلو لیکوالانو، ادیبانو او پوهانو قدرداني کوي، هغه کاذب تبلیغات چې بهرنیو رسنیو د اسلامي ا. په خلاف کول، هغه ټول رد شوي. ځکه چې اوس خلکو ته روښانه شوې چې په دې هېواد کې که د مړو قدر کېږي، نو ژوندي ورته هم زیات قدردان دي.
ښاغلي ثاقب صاحب وویل: استاد حبیب الله رفیع د افغانستان د نوموتو شاعرانو او لیکوالانو څخه دی او خپل ژوند یې له کتاب او قلم سره تېر کړی دی. کتاب لیکنه د اسلامي ټولنې د فرهنګ او ارزښت د ثبات او خونديتوب لامل دی.
ورپسې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه د دې غونډې د جوړولو په تړاو مننه وکړه او ویې ویل: د افغانانو په اړه چې کومې خبرې کېدلی چې دوی د مړو قدر کوي او د ژوندیو قدر ورسره نشته، نو هغوی اوس پوه شول چې له افغانانو سره هم د مړو قدر شته او هم خپل ژوندي استعدادونه ستایي او قدر یې کوي.
استاد حبیب الله رفیع په علمي ډګر کې په بېلابېلو برخو کې چې څومره خدمتونه ترسره کړي دا په ډېر څه ارزي چې د دوی درنښت او اکرام وشي. اسلام هم موږ ته دا لارښوونه کړې ده چې د خپلو مشرانو قدرداني وکړو او په کشرانو باندې رحم او شفقت وکړو. 
ښاغلي فراهي صاحب په خپلو خبرو کې وویل: که د استاد کوم ناچاپ آثار پاتې وي نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چاپ په برخه کې ورسره مرسته کولای شي. 
وروسته د کابل پوهنتون پخواني استاد اسماعیل یون وینا وکړه او ویې ویل چې استاد حبیب الله رفیع پوره شپږ لسیزې کار وکړ، اوس د ولس وار دی. د استاد په راتګ اسلامي امارت او فرهنګیانو خپله برخه کې پوره هڅه وکړه او اسلامي امارت په فرهنګي برخه کې مخ پر وړاندې روان دی. 
ورپسې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاذ اجمل ښکلي د دې غونډې د جوړولو په تړاو د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هېواد په لیکوالانو او پوهانو باندې ډېر ګران وي. فرهنګي چاپېریال په لویو څټو جوړېږي، مونږ د داسې خلکو په وجود ډېر ډاډ ترلاسه کوو. استاد حبیب الله رفیع د پښتو ادبیاتو په برخه کې ډېر کار کړی، هغه کارونه چې استاذ حبیبي ترسره کړي وو، استاد رفیع او استاد هېوادمل ترسره کړل. 
وروسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو څانګې مشر داد محمد ناوک خبرې وکړې او ویې ویل چې پخوانیو استاذانو او پوهانو له ټکنالوژۍ او عصري امکاناتو پرته زیات کار کړی، آن دا چې د یو فرد کار د نن زمانې د یوې ادارې برابر دی. نو نن سبا چې د ټکنالوژۍ او عصري امکاناتو زمینه څېړونکو ته برابره ده نو باید له هغو څخه هم زیات کار ترسره کړي. د استاد حبیب الله رفیع څخه په علمي ډګر کې نوره ګټه هم واخستل شي او هغه معلومات چې تر چاپ لاندې نه دي راغلي په ښه کیفیت راټول او د چاپ په ګاڼه سنبال شي.
د غونډې په وروستیو شېبو کې پخپله استاد حبیب الله رفیع وینا وکړه او د علومو اکاډمي له مشرتابه او د پښتو څېړنو نړیوال مرکز څخه یې مننه وکړه چې په ډېره ښه توګه یې ورته درناوی او قدرداني وکړه. هغه په خپلو خبرو کې دا وویل: ځوانان باید د علم او پوهې د ډیوې په روښانه ساتلو کې زیات زیار وباسي او دا ډيوه مړه کېدو ته پرېنږدي، زه د ناروغۍ له کبله له هېواد څخه بهر تللی وم، اوس خوښ یم چې خپل هېواد ته راستون شوی یم او د خپل ژوند وروستۍ ورځې په خپل وطن کې تېرې کړم. 
په یاده غونډه کې د نورو مېلمنو ترڅنګ د هېواد ګڼو شاعرانو او ادیبانو هم ګډون کړی و چې د دوی له جملې څخه هر یو څېړندوی محمد حسن کمالزي، ښاغلي صداقت صاحب، ښاغلي عبدالرحمن درد، طاهر شرر ساپي او څېړنوال نورالحبیب نثار د غونډې ګډنوالو ته خپل ترنم او شعرونه وړاندې کړل.
غونډه د هېواد د قارئ القراء محمد صادق ارزګاني صاحب په دعائیې پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۶
Background image

پارادایم شکل‌گیری - انکشاف تکتونیکی گرانیت‌های زون هندوکش و ارزش اقتصادی آن‌ها در روشنایی مدارک جیوکیمیاوی

محترم معاون سرمحقق دکتور احمد امید افضلی عضو علمی مرکز علوم زمین، معاونیت علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «پارادایم شکل‌گیری - انکشاف تکتونیکی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

BACK TO NEWS