د کابل ولایت په استوګنیزو ښارګوټو کې د بلاکونو ترمنځ د فاصلو او د هغو د اغېزو ارزونه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۳۵
د کابل ولایت په استوګنیزو ښارګوټو کې د بلاکونو ترمنځ د فاصلو او د هغو د اغېزو ارزونه

نن یوه نۍ/ یکشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وږي/ سنبلې ۱۵مه، د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز د ساختماني انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال دکتور انجینر محمد ادریس رسولي (د کابل ولایت په استوګنیزو ښارګوټو کې د بلاکونو ترمنځ د فاصلو او د هغو د اغېزو ارزونه) تر سرلیک لاندې د څېړونکو او استاذانو په حضور کې علمي - څېړنیز سیمینار وړاندې کړ. 
په یاد سیمینار کې د کابل ولایت په یو شمېر استوګنیزو ښارګوټو کې  د بلاکونو ترمنځ د فاصلو ارزونه او د دغو فاصلو د اغېزو مطالعه څېړل شوې ده. د څېړنې اصلي موخه دا ده چې معلومه کړي، آیا د ودانیو ترمنځ موجودې فاصلې د لمر وړانګو ته د لاسرسۍ او محرمیت له معیارونو سره سمون لري او که نه. 
په دې څېړنه کې د کابل ولایت شپږ (6) پلان شوي ښارګوټي د مطالعې لاندې نیول شوي دي. په هر ښارګوټي کې بلاکونه د قضاوتي نمونه‌ګیرۍ  (Judgmental Sampling)  له مخې انتخاب شوي دي. د انتخاب شوو بلاکونو ترمنځ فاصلې د ((Remote Sensing په کارولو سره معلومې او اندازه شوې دي. د بلاکونو د ارتفاع پر بنسټ د هغوی ترمنځ د مناسبې فاصلې ارزونه شوې او له موجودو فاصلو سره پرتله شوې ده. همدارنګه، د لمر د وړانګو او سیوري وضعیت د بلاکونو د ارتفاع، جهت او ترمنځ د فاصلې پر بنسټ تحلیل شوی، ترڅو معلومه شي چې د یوه بلاک سیوری تر کومې کچې پر بل بلاک اغېز کوي او موجودې فاصلې د لمر د وړانګو د ترلاسه کولو لپاره تر کومه حده مناسبې دي. د موجودو فاصلو د اغېزو، په ځانګړي ډول د سیوري، طبیعي رڼا او د اوسېدونکو د هوساینې د ارزونې لپاره له اوسېدونکو سره مرکې ترسره شوې او د مرکو د معلوماتو د تحلیل لپاره له موضوعاتي تحلیل (Thematic Analysis) څخه کار اخیستل شوی دی.
د څېړنې په ترڅ کې د اماراتو، خواجه رواش، بګرامي، معمار شهر، مکروریان او قصبې ښارګوټي مطالعه شوي دي. پایلې ښيي چې په اماراتو، خواجه رواش او بګرامي ښارګوټو کې د ودانیو تر مېنځ فاصلې له اړتیا څخه کمې دي. د دې کمې فاصلې له امله د ژمي په موسم کې د ودانیو ښکته پوړونه د مقابل ودانیو تر سیوري لاندې پاتې کېږي، طبیعي رڼا او تودوخه کمه وي، د هوا جریان محدودېږي، د محرمیت ستونزې رامنځته کېږي او د کورونو د ګرمولو لپاره د انرژۍ مصرف زیاتېږي. همدارنګه، اوسېدونکي د رواني ناراحتۍ، رطوبت، فنګس او د ویټامین D د کمښت له ستونزو سره هم مخ کېږي. 
برعکس، مکروریان او قصبه هغه ښارګوټي دي چې د پخواني شوروي د ښاري پلان جوړونې د معیارونو (SNiP) له مخې جوړ شوي دي. په دغو ښارګوټو کې د ودانیو ترمېنځ مناسبې فاصلې مراعت شوي دي، له همدې امله ټول پوړونه د ژمي په موسم کې هم د لمر له وړانګو برخمن کېږي، د هوا جریان مناسب دی، محرمیت خوندي دی او د اوسېدونکو د ژوند کیفیت ښه ارزول شوی دی. 
څېړنې دا هم څرګنده کړې چې یوازې د ودانیو ترمېنځ فاصله مهمه نه ده، بلکې د ودانیو مناسب جهت هم ډېر اهمیت لري. د بېلګې په توګه، په معمار شهر کې د ودانیو شمال- جنوب جهت (د تعمیر مخ ختیځ او لویدیځ ته دي) سبب شوی چې په ژمي کې اپارتمانونه کافي لمر ترلاسه نه کړي او په اوړي کې بیا د لمر مستقیمې وړانګې د خونې تودوخه زیاته کړي. سربېره پر دې، په دغه ښارګوټي کې د دوه اړخیز دهلېز ( د یو دهلیز دواړو خواوته د اپارتمانونو ځای پر ځای کیدل)  کارول د طبیعي هوا جریان او رڼا محدود کړي، چې د استوګنې کیفیت یې کم کړی دی. همدارنګه، په بګرامي ښارګوټي کې، چې د ملي پراختیا ادارې لخوا پرمخ وړل کېږي، د اساسي زیربناوو او خدماتو نشتون، لکه د پاکو او خوږو  اوبو، جومات، ښوونځي او نورو اړینو اسانتیاوو کمښت، د اوسېدونکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. البته، د پاکو او خوږو اوبو ستونزه په اسانۍ سره حل کېدای شي، ځکه اوس داسې شرکتونه شته چې په مناسب قیمت د اوبو د تصفیې د سیستمونو له لارې مالګینې اوبه په خوږو اوبو بدلوي. 
په پایله کې دا نتیجه لاس ته راځي چې د ودانیو ترمنځ معیاري فاصله، د ودانیو مناسب جهت او د بنسټیزو ښاري خدماتو برابرول د دوامدارې ښاري پراختیا او د اوسېدونکو د ژوند د کیفیت لپاره اساسي شرطونه دي. سپارښتنه کېږي چې د استوګنیزو ښارګوټو د طرحې او ودانیزو پروژو پر مهال د لمر د وړانګو او سیوري تخنیکي تحلیلونه ترسره شي، د طبیعي هوا جریان ته پاملرنه وشي او د اوسېدونکو د محرمیت د تأمین لپاره د ودانیو ترمنځ مناسبه فاصله وټاکل شي. همدارنګه، د ودانیو تر څنګ دې د پاکو او خوږو اوبو ، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، جوماتونو او شنو ساحو برابرولو ته جدي پاملرنه وشي، ترڅو راتلونکي ښارګوټي د خلکو لپاره سالم، معیاري او پایدار استوګنیز چاپېریال برابر کړي.

Documents

د سیمینار سلایډونه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۲۴
Background image

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی (دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) به چاپ رسید

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی(دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) که از طرف مرکز تفسیر و حدیث معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان به سطح کشور برگزار. . .

BACK TO NEWS