د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۲

لنډیز

 له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو پرمهال واشنګټن غواړي د منځنۍ آسیا   ز .کال د سپټمبر د ۹۰۰۵ هېوادونو پر وړاندې خپلې بهرنۍ تګلارې ته بیاکتنه وکړي. د مې له بریدونو وروسته د منځنۍ آسیا هېوادونو پر وړاندې د امریکا بهرنۍ تګلارې ۵۵ په دې موده کې امریکا په ، په افغانستان کې د امریکا له جګړې سره مستقیم تړاو درلود افغانستان کې خپلو سرتېرو ته د اکمالاتو لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا درلوده. په افغانستان کې جګړې د منځنۍ آسیا هېوادونو او امریکا ترمنځ د همکاریو له پراختیا سره مرسته وکړه،  خو له دې سره له منځنۍ آسیا هېوادونو سره همکاریو د امریکا ګټو باندې منفي اغېز درلود په منځنۍ آسیا کې د پراخ اداري فساد شتون، بده حکومتولي او له بشري حقوقو څخه سرغړونې د امریکا له ارزښتونو او ګټو سره په ټکر کې دي. په افغانستان کې د ځواکونو کمولو د امریکا لپاره د دې زمینه  خو په ، برابره کړې چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره خپلو اړیکو ته بیاکتنه وکړي ورته وخت کې له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو وتلو او په سیمه کې د امریکا د  هغوی په دې اند ، ښکېلتیا کمېدو د منځنۍ آسیا هېوادونو د مشرانو اندېښنې راپارولي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به له یوه لوري د هغوی ملي امنیت له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي او له بل لوري به د چین او روسیې پروړاندې د دوی ملي حاکمیت کمزوری کړي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به د منځنۍ آسیا هېوادونو  خو په منځنۍ آسیا هېوادونو کې بده ، ارزښت او اهمیت د امریکا لپاره لږ شي حکومتولي او کمزوري دولتي بنسټونه په منځنۍ آسیا کې د سیاسي بې ثباتۍ لپاره زمینه برابرولای شي. د منځنۍ آسیا دوه مهم هېوادونه ازبکستان او قزاقستان د رهبرۍ له ستونزو سره مخامخ دي. کمزورې حکومتولي او ناکامه پالیسۍ د دې وېره زیاتوي چې اسلامي ډلې به توندلا رې کړي او هغوی به له نړیوالو جهادي ډلو له ایډیالوژۍ څخه  ز .کال وړاندې په سیمه کې موجود و یو ۹۰۰۵ اغې زمنې شي او داسې حالت چې له ځل بیا رامنځ ته شي.د مذهبي ډلو ګواښونو له منځه وړلو په موخه به د منځنۍ آسیا دولت ونه له زور او فشار څخه کار واخلي او په پایله کې به یې ولسواکي او ډیموکراسي په منځنۍ آسیا کې ډېره کمزورې شي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د سیمې ثبات له جدي ننګونو سره مخامخ شي او په عمومي ډول به د سیمې ثبات او امنیت ګډوډ شي.

دامریکا مشرانو لپاره تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې څنګه کولای شي په سیمه کې د نویو ګواښونو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې سیمه یو ځل بیا د امریکا ضد توندلا رو ډلو په خوندي پټنځای بدله شي او یا هم د سیمې هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو سبب شي. امریکایان هڅه کوي چې روسیه، چین، هند، ناټو، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونه په ګډه کار سره  وکړي او په سیمه کې د ګډوډۍ د  خو په ورته وخت کې امریکایان په منځنۍ آسیا کې د ،رامنځ ته کېدو مخه ونیسي روسیې او ایران د رول د پراختیا په اړه اندېښمن دي او په دې پوهیږي چې په منځنۍ آسیا کې د روسیې، چین، هند او ایران اغېز د زیاتېدو په حال کې دی. له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته به امریکایان هڅه وکړي چې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د خپلو ملي ګټو خوندیتوب او د سیمه ییزې بې ثباتۍ مخنیوي په موخه د منځنۍ آسیا هېوادونو سره همکاریو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې روانه جګړه او بې ثباتي به په راتلونکي کې د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د امریکا د اړیکو او همکاریو په څرنګوالي د پام وړ اغېز ولري.

Documents

د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې .pdf