قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۵۷
قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه!

دا ټولګه د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز له لورې د هېواد په کچه د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس « قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت » تر سرلیک لاندې د مقالو ټولګه ده، یاد اثر د تفسیر او حدیث مرکز د علمي غړي څېړندوی صالح محمدفرید تر اهتمام لاندې چاپ او د ارزښت په اړه یې نوموړي علمي سریزه هم لیکلې ده.

دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په (380 ) مخونو کې په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.

په دې ټولګه کې د هېواد د پوهانو او څېړونکو (15)سرلیکه علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي. لیکوالانو او څېړونکو د موضوع بېلابېل اړخونه څېړلي دي، د قرآن کریم او د روژې مبارکې میاشتې په اړه یې علمي او ارزښت لرونکې مقالې لیکلي او په خپلو مقالو کې یې د قرآن کریم او د روژې مبارکې میاشتې مناسبتونه، مختلف ابعاد او اړخونه څرګند او بیان کړي دي.

د دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترتیبېدل د قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت چې ستر الهي نعمتونه دي، د انسان د فلاح، د ټولنيز اصلاحي بدلون او د نفس د اصلاح بنسټ او اساس د قرآن کریم عملي کول او ورسره په ځانګړې توګه د روژې مبارکې میاشتې روژه نیول او نور عبادات دي چې دواړه یو له بل سره ژور تړاو لري، قرآن کریم او روژه دواړه د انسانانو د روحاني پرمختګ او اخلاقو په لوړولو کې خورا مهم رول لري.

قرآن کریم یوازې د تلاوت کولو له لارې د أجر او ثواب د لاس ته راوړلو کتاب نه دی؛ بلکې په ده سره باید انسان د فلاح او ټولنیزو بدلونو په لټه کې وي چې پرته له قرآن کریم په بل څه کې نه موندل کیږي،  همدارنګه انسان باید د رمضان په میاشت داسې د عباداتو روحي او بدني تمرین او ریاضت وکړي چې د کال د نورو میاشتو او د رمضان د میاشتې په عبادت کې کوم توپیر نه وي، لکه یو مجاهد چې د یوې میاشتې د معسکر په دوره کې کوم نظامي تمرینات ترسره کوي، بیا هماغه د معسکر اصول او ضوابط تر آخر عمره پورې مراعات کوي او د عامو خلکو ترمنځ یې له ورایته توپیر څرګند وي.

دغه ټولګه د قرآن کریم د نزول د روژې په مبارکه میاشت کې او د رمضان مبارکې میاشتې د تجلیل او درناوي په تړاو د پوهانو او څېړنکو د هڅو یوه ارزښتناکه بېلګه ده چې د هېواد د پوهانو او څېړونکو علمي لیدلوری، څېړنې او لاس ته راوړنې په کې را ټولې شوې دي. هیله مند یو چې دغه اثر به د قرآن کریم او د  رمضان مبارکې میاشتې ترمنځ تړاو، د فرد او ټولنې د فلاح او نجات او د هغو د فردي او ټولنیزو اغېزو د روښانه کولو په برخه کې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو، استاذانو، څېړونکو او د قرآن کریم او رمضان مبارک د مینه والو لپاره ګټور علمي مأخذ وګرځي.

په نوموړې ټولګه کې لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي

۱- د قرآن کریم او د رمضان تر منځ مناسبتونه/ څېړندوی صالح محمدفرید

۲- پیام های قرآن کریم برای روزه دار/ څېړنپوه محمدکبیر مشفق

۳- له رمضان سره د مخکنیو صالحینو تعامل/ څېړندوی عزیزالرحمن رحماني

4- نقش قرآن کریم در تربیت معنوي مسلمانان در رمضان/ څېړنپوه ویس الدین نوري

5- پر کورني ژوند د روژې برکتونه/ څېړنوال عبدالرحمن حامد

6- د روحي او بدني ناروغیو په درملنه کې د روژې ونډه/ څېړنوال محمدنبي المیداني

7- نقش قرآن کریم و روزه در تقویت صبر و استقامت در زندګی/ څېړنوال اصحاب الدین رحماني

8- د رمضان د میاشتې احکام د قرآن کریم له نظره/ څېړندوی محمدابراهیم حقاني

9- رمضان مبارک فرصت برای تغیر/ څېړنوال محمدنذیر محمدي

۱۰- په فرد او ټولنه د مبارکې روژې اغېزې/ څېړنپوه عبدالرحمن عادل

۱۱- روژه او د قرآن کریم تلاوت/ مفتي نظیف الله حنیف

۱۲- نقش روزه در مداوای امراض روحي و بدني/ څېړندوی محمدکریم ادیب

۱۳رمضان مبارک د بدلون غوره فرصت/ څېړندوی سمیع الله صاحبزاده

14- رمضان و دستګیري بینوایان/ څېړنیار کمال نوري

15- د قدر شپه او د هغې فضیلت د قرآن کریم له نظره/ څېړنیار احسان الله حلیمي

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

 https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-11/Quran%20karim%20and%20the%20blessed%20month%20of%20ramadan.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS