قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه!
دا ټولګه د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز له لورې د هېواد په کچه د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس « قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت » تر سرلیک لاندې د مقالو ټولګه ده، یاد اثر د تفسیر او حدیث مرکز د علمي غړي څېړندوی صالح محمدفرید تر اهتمام لاندې چاپ او د ارزښت په اړه یې نوموړي علمي سریزه هم لیکلې ده.
دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په (380 ) مخونو کې په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.
په دې ټولګه کې د هېواد د پوهانو او څېړونکو (15)سرلیکه علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي. لیکوالانو او څېړونکو د موضوع بېلابېل اړخونه څېړلي دي، د قرآن کریم او د روژې مبارکې میاشتې په اړه یې علمي او ارزښت لرونکې مقالې لیکلي او په خپلو مقالو کې یې د قرآن کریم او د روژې مبارکې میاشتې مناسبتونه، مختلف ابعاد او اړخونه څرګند او بیان کړي دي.
د دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترتیبېدل د قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت چې ستر الهي نعمتونه دي، د انسان د فلاح، د ټولنيز اصلاحي بدلون او د نفس د اصلاح بنسټ او اساس د قرآن کریم عملي کول او ورسره په ځانګړې توګه د روژې مبارکې میاشتې روژه نیول او نور عبادات دي چې دواړه یو له بل سره ژور تړاو لري، قرآن کریم او روژه دواړه د انسانانو د روحاني پرمختګ او اخلاقو په لوړولو کې خورا مهم رول لري.
قرآن کریم یوازې د تلاوت کولو له لارې د أجر او ثواب د لاس ته راوړلو کتاب نه دی؛ بلکې په ده سره باید انسان د فلاح او ټولنیزو بدلونو په لټه کې وي چې پرته له قرآن کریم په بل څه کې نه موندل کیږي، همدارنګه انسان باید د رمضان په میاشت داسې د عباداتو روحي او بدني تمرین او ریاضت وکړي چې د کال د نورو میاشتو او د رمضان د میاشتې په عبادت کې کوم توپیر نه وي، لکه یو مجاهد چې د یوې میاشتې د معسکر په دوره کې کوم نظامي تمرینات ترسره کوي، بیا هماغه د معسکر اصول او ضوابط تر آخر عمره پورې مراعات کوي او د عامو خلکو ترمنځ یې له ورایته توپیر څرګند وي.
دغه ټولګه د قرآن کریم د نزول د روژې په مبارکه میاشت کې او د رمضان مبارکې میاشتې د تجلیل او درناوي په تړاو د پوهانو او څېړنکو د هڅو یوه ارزښتناکه بېلګه ده چې د هېواد د پوهانو او څېړونکو علمي لیدلوری، څېړنې او لاس ته راوړنې په کې را ټولې شوې دي. هیله مند یو چې دغه اثر به د قرآن کریم او د رمضان مبارکې میاشتې ترمنځ تړاو، د فرد او ټولنې د فلاح او نجات او د هغو د فردي او ټولنیزو اغېزو د روښانه کولو په برخه کې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو، استاذانو، څېړونکو او د قرآن کریم او رمضان مبارک د مینه والو لپاره ګټور علمي مأخذ وګرځي.
په نوموړې ټولګه کې لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي
۱- د قرآن کریم او د رمضان تر منځ مناسبتونه/ څېړندوی صالح محمدفرید
۲- پیام های قرآن کریم برای روزه دار/ څېړنپوه محمدکبیر مشفق
۳- له رمضان سره د مخکنیو صالحینو تعامل/ څېړندوی عزیزالرحمن رحماني
4- نقش قرآن کریم در تربیت معنوي مسلمانان در رمضان/ څېړنپوه ویس الدین نوري
5- پر کورني ژوند د روژې برکتونه/ څېړنوال عبدالرحمن حامد
6- د روحي او بدني ناروغیو په درملنه کې د روژې ونډه/ څېړنوال محمدنبي المیداني
7- نقش قرآن کریم و روزه در تقویت صبر و استقامت در زندګی/ څېړنوال اصحاب الدین رحماني
8- د رمضان د میاشتې احکام د قرآن کریم له نظره/ څېړندوی محمدابراهیم حقاني
9- رمضان مبارک فرصت برای تغیر/ څېړنوال محمدنذیر محمدي
۱۰- په فرد او ټولنه د مبارکې روژې اغېزې/ څېړنپوه عبدالرحمن عادل
۱۱- روژه او د قرآن کریم تلاوت/ مفتي نظیف الله حنیف
۱۲- نقش روزه در مداوای امراض روحي و بدني/ څېړندوی محمدکریم ادیب
۱۳رمضان مبارک د بدلون غوره فرصت/ څېړندوی سمیع الله صاحبزاده
14- رمضان و دستګیري بینوایان/ څېړنیار کمال نوري
15- د قدر شپه او د هغې فضیلت د قرآن کریم له نظره/ څېړنیار احسان الله حلیمي
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....
https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L
