له مرکزي آسیا سره د اروپایي ټولنې د اړیکو ارزونه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۰:۲۵

لنډیز

اروپایي ټولنې د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له خپلواکۍ اخیستلو وروسته په ۱۹۹۱ز.کال اړیکې ټینګې کړې او په دغه جغرافیایي سیمه کې یې د کمونستي اقتصادي سیستم پر ځای د آزاد بازار سیستم رامنځته کولو څخه مالتړ کاوه. په ۲۰۰۵ز.کال کې د لومړي ځل لپاره د مرکزي آسیا لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وټاکل شو، چې له مرکزي آسیا سره د مرستو کولو پروګرامونه تنظیم کړي. په دې وروستیو کلونو کې په مرکزي آسیا کې د چین او روسیې رول زیاتېدل او له افغانستان څخه د ځينو امریکایي پوځیانو وتل په سیمه کې د افراطیت زیاتېدلو ته په پاملرنې سره د اروپایي ټولنې لپاره د مرکزي آسیا اهمیت هم زیات شوی دی. اروپایي ټولنه په مرکزي آسیا کې د روسیې او چین په نسبت کم نفوذ لري او نشي کولای سیالي ورسره وکړي، نو د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه هڅه کوي په مرکزي آسیا کې د زده کړو د ښه والي او د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي او دیموکراتیکو ارزښتونوملاتړ لپاره کار وکړي او له مرکزي آسیا سره د اروپا نوې تګلاره  د ۲۰۲۰ز.کال طرحې په اډانه کې له مرکزي آسیا سره د اروپا د اړیکو پياوړتیا موخه په) Strengthening and Energizing EU-Central Asia Relations) جوړه شوه.

Documents

له مرکزي آسیا سره د اروپایي ټولنې د اړیکو ارزونه.pdf