د خواشينۍ پيغام!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۱۳:۳۶
د خواشينۍ پيغام!

په ډېرې خواشينې سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې او ادب نامتو ليکوال ،شاعر، اديب او فولکلور پېژوندونکی پروفيسر ولي محمد سيال کاکړ په حق رسيدلى دى. انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد پروفيسر سيال کاکړ د خپل عمر زياته برخه د پښتو ژبې، ادب او د فرهنګ خدمت ته وقف کړې وه، په سلګونو شاګردان يې وروزل، ددې تر څنگ پروفيسر سيال کاکړ يو افغان دوست شخصيت هم وو، هغه خپله ټوله علمي خزانه چې په زرګونو چاپي او قلمي اثار په کې شامل وو، د افغانستان د علومو اکاډمي کتابتون ته اهدا کړي دي چې د علم او پوهې مينه وال ترې ګټه اخلي او د هغه لپاره صدقه جاریه ده.

د ارواښاد پروفيسر سيال کاکړ وفات نه يوازې د سهيلي پښتونخوا د ولس او د هغه د کورنۍ لپاره لويه ضايعه ده، بلکې د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ لويې کورنۍ ته هم ستره ضايعه ده، موږ د لوى خداى له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت غوښتونکى يو او دده کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته د سترڅښتن له درباره جميل صبر غواړو.

الحکم لله

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS