د طبیعت مجلې ۷۴ ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۱۳
د طبیعت مجلې ۷۴ ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت یوازېنۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په 1368 هـ . ش. کې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله چې په هرو درېو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه پکې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي،... مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پورې یې ۷۴ ګڼې چاپ شوې دي؛ دا دی اوس د طبیعت مجلې ۷۴ ګڼه تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شوې ده چې ۱۳۲ مخونه لري د یادونې وړ ده چې دا ګڼه د ( شیوه های مناسب بهره برداری از منابع آبی کشور ) تر عنوان لاندې علمي - څېړنیز سیمینار لپاره ځانګړې شوی ده چې ۷ علمي – څیړنیزي مقالې پکې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

• د اوبو حیاتي اهمیت او د مصرف غوره لارې چارې.

لیکوال: څېړنپوه ډاکتر احمد شاه عمر وردک

• د هېواد په اوبیزو منابعو د اقلیمي بدلونونو اغېزې.

لیکوال: پوهاند عبدالغیاث صافی

• په افغانستان کې د اوبو هر اړخېز مدیریت ته اړتیا.

لیکوال: پوهنمل ډیپلوم انجنیر محمد عمر انورزی

• ارزیابی وضعیت آب های زیرزمینی و بهره گیری از تجارب جهانی جهت تأمین پایدار آب آشامیدنی در شهرکابل.

نویسنده: معاون سرمحقق دوکتور احمد امید افضلی.

• اهمیت اعمار بندهای آبی در مدیریت و توسعۀ پایدار منابع آب.

نویسنده‌گان: پوهنوال صدیق الله رښتین، پوهنیار احمد صابر نوری و پوهنیار محمد خالد خواص.

• بررسی تأثیر خشکسالی بر آب حاصل از بارنده گی در کشور ( 1979 - 2022 م. ) .

نویسنده: معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی.

• د انسان په صحت کی د اوبو ونډه

لیکوال:څېړندوی داکټر احمد جاوید وردک

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-07/Tabiat%20quarterly%20journal%20no.%201%20Year%201404.pdf

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS