((په سعودي عربستان کې د مېشتو پښتنو ادبي ـ فرهنګي هڅې)) اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۱۴
په سعودي عربستان کې د مېشتو پښتنو ادبي ـ فرهنګي هڅې

په سعودي عربستان کې د مېشتو پښتنو ادبي - فرهنګي هڅې د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز  د علمي غړې آغلې څېړندوی نازو کمال اثر دی چې  د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په   ۱۶۰  مخونو  کې چاب شوی دی، یاد اثر څلور څپرکي لري  چې د څېړنې له اصولو سره سم لومړی څپرکی د موضوع شالید دی، په دې څپرکي کې هغه آثار معرفي شوي  دي چې د موضوع په اړه بحثونه په کې شوي دي. په دویم څپرکي کې لومړی عمومي عنوان (په سعودي عربستان کې د پښتنو د مېشتېدو څرنګوالی، تاریخي بهیر او لاملونو څېړل) چې بیا ورپسې په دې عنوانونو کې لومړی د سعودي عربستان لنډه پېژندنه شوې، ورپسې د پښتنو او عربو فرهنګي اړیکې څېړل شوي، بیا په سعودي عربستان کې د پښتنو د مېشتېدو تاریخي بهیر روښانه شوی او د مېشتېدو لاملونه یې ښودل شوي دي. په درېیم څپرکي کې په یاد هېواد کې د مېشتو پښتنو د فرهنګي او ادبي هڅو تاریخي بهیر څېړل شوی دی چې هلته موجودې ادبي ټولنې او ادبي بهیرونه په منظم ډول په کې تشریح او معرفي شوي، همدارنګه د ځینو نورو لیکوالانو او شاعرانو پر پېژندنې سربېره د دوی د کلام بېلګې هم راوړل شوي دي. په څلورم یا وروستي څپرکي کې د پورته ادبي ټولنو او بهیرونو له خوا د رامنځ ته شوو او چاپ شویو آثارو تحلیلي څېړنه شوې ده چې لومړی یې منظوم او بیا منثور آثار تحلیل شوي دي. په پای کې د پښتو ادب او فرهنګ په وده کې د دغو ټولنو په ونډه خبرې شوي او ارزونه یې شوې ده. په وروستیو کې پایله، وړاندیزونه او د مأخذونو فهرست راوړل شوی دی.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-01/The%20Cultural%20and%20Literary%20efforts%20of%20Pashtons%20in%20Saudi%20Arabia.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS