پښتو ژبپوهنیز سیند کتاب چاپ شو!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۴:۲۰
پښتو ژبپوهنیز سیند کتاب چاپ شو!

پښتو ژبپوهنیز سیند چې د پښتو ژبپوهنې په برخه کې یو مغتنم او په اړونده برخه کې لومړنی اثر دی چې د بامیانو پوهنتون استاد پوهنمل محمد عثمان څولېزي لیکلی او د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شو.

دغه اثر (ژبپوهنيز سیند) د خپل ډول له مخې ژبنی تخصصي او مسلکي دوه ژبيز (انګلېسي - پښتو) قاموس دی، چې د ژبپوهنې پر اصطلاحاتو د پوهېدنې لپاره له پښتو اداینې سره چمتو شوی دی.

په عمومي ډول د ژبپوهنيزو اصطلاحاتو د زده کړې لنډ، روان او ساده قاموس دی، چې ليکوال د شونتيا تر برېده هرې انګرېزي کلمې یا اصطلاح ته په پښتو ژبه کې یوه، دوه، درې یا ډېرې معناوې پيداکړي چې په قاموس کې د راغليو انګرېزي کلمو او اصطلاحاتو د معنا په پوهاوي کې له لوستونکو سره ډېره مرسته کوي.

د ژبپوهنې د زده کوونکو، مینه والو او د ژبنیو مسايلو په برخه کې د ژبې څېړونکو لپاره ډېره مهمه او اړينه ده چې پر ژبپوهنيزو اصطلاحاتو وپوهېږي. د نړۍ په ګڼو ژبو کې پوهانو د ژبنیو چارو د اسانتيا لپاره د ژبپوهنې د علم د ترمينالوجي او اصطلاحاتو د تشرېح لپاره ډېر یو ژبيز، دوه ژبيز او څو ژبيز قاموسونه ليکلي دي.

 

د نورو معلوماتو لپاره تاسو کولای شئ چې دعلومو اکاډمي وېبسایټ ته سر ورښکاره کړئ!

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-01/Linguistic%20Dictionary.pdf

 

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ!

د اړيکو شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS