غونډې

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

د افغانستان علومو اکاډمي کې د ترجمې د مرکز پرانست غونډه ترسره شوه

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، د پیل وینا د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس شیخ الحدیث فرید الدین محمود صاحب وکړه، نوموړي وویل: د ژباړې د مرکز پرانستل د اسلامي نظام د پرمختګ او ترقۍ لپاره یوه هڅه ده چې له دې لارې به خپل ولس ته اسلامي مفکوره وړاندې کوو، د دې مرکز موخه دا ده چې د هر علم د لویو پوهانو کتابونه خپلو ژبو ته وژباړو او د پرمختګ لپاره ترې کار واخلو چې په دې سره به خپلې ژبې ته غنامندي ورپه برخه کړو.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۳۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۹ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۲:۱۵
Background image

د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه؛

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه. یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه. وروسته بیا د دعوت او ارشاد لوی رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مولوي محمد هاشم شهید ورور د نظام د ثبات او استحکام په اړه وینا وکړه او د امیر المؤمنین د راغلیو فرمانونو د عملي کیدو په اړه یې سپارښتنې وکړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د غوایي میاشتې پر ۲۰ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۰:۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰ ل کال د وری میاشتې پر ۹ یمه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵۹
Background image

د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څېړنیز مرکز ناسته ترسره شوه

کابل : د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز د مرستیال ښاغلي مفتي عبدالودود دیوبندي په مشـرۍ د ۱۴۰۰ هـ .ل کال د سلواغې (دلو) په ۲۵مه نېټه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت څیړونکو او پوهانو ترڅنګ د دولتي او خصوصي بانکونو مسوولینو پکې برخه اخیستې وه، چې د اسلامي بانکدارۍ په بېلا بېلو اړخونو باندې بحث تر سره شوه.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۳۰ - ۱۳:۲۴
Background image

د اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ په اړه ناسته تر سره شوه ۳۰ قوس ۱۴۰۰

کابل : د اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ د جوړیدو لپاره علمي ناسته د لیندۍ د میاشتې په ۳۰ نېټه د سه شنبې پر ورځ په علومو اکاډمۍ کې تر سره شوه، چې په دې علمي غونډه کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس محترم  شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود، اسلامي علمومو د معاونیت پوهانو او څېړونکو په کې ګډون درلود.
په دې ناسته کې په اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ بر سېره په مختلف النوع بیوع رباء او داسې نورو مسایلو باندې سلا مشورې وشوې .
اسلامي علومو معاونیت ته وظیفه وسپارل شوه چې په دې اړوند د یو مرکز د ایجاد مکمله بڼه جوړه او د عمومي رئیس سره یې شریکه کړي.

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د علامه رشاد د زوکړې سلمې کالیزې د نمانځنې علمي څېړنيز سیمینار د علمي کمیسیون درېیمه ناسته

د علامه اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې د نمانځنې د سیمینار د علمي کمیسیون درېیمه ناسته د زمري په ۱۳مه د چهارشنبې په ورځ په علومو اکاډمي کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي پر څېړونکو او استادانو سربېره د جمهوري ریاست فرهنګی سلاکار زرين انځور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د ښار جوړونې او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو استازو هم برخه اخیستې وه. په ناسته کې د سیمینار لپاره د علمي- تحقیقي مقالو په موضوعي لیکلړ بحث وشو او همدارنګه د یاد سیمینار لپاره چې کوم کتابونه چاپېږي، د هغو په اړه هم نظریات شریک شول.

Pagination