غونډې

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۹:۵۶
Background image

د احمد شاه بابا د امپراطورۍ د (۲۷۵)يمې کلیزې د تدویر کمېسیون لومړنۍ غونډه

د احمد شاه بابا د امپراطورۍ د (۲۷۵)يمې کلیزې د تدویر کمېسیون لومړنۍ غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل، په فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکار محمد زرین انځور په حضور کې د پوهنې، لوړو زده کړو، ښار جوړولو او ځمکو، د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو او قبایلو او مالیې وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو ادارې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ ریاست، د ملي راډیو ټلویزیون ریاست مسوولینو او دغه راز د ویډیو کنفرانس له لارې په ایران کې د افغانستان سفیر او د کندهار پوهنتون استادانو په ګډون ترسره شوه.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰هـ. ش کال د سرطان مياشتې په ۸مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول. پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

د افغانستان دعلومو اکاډمي د علمي مرستیال په مشرۍ یو هیآت په افغانستان کې د یونسکو دفتر د رهبرۍ او مسؤلینو سره غونډه وکړه

26/3/1400-کابل- د علومو اکاډمي په دې غونډه کې چې په انلاین بڼه ترسره شوه، د علومو اکاډمي علمي مرستیال څېړنوال دکتور رفیع الله نیازی، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز رئيس څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز مشره څېړنواله فایقه لحظه، د علومو اکاډمي د دفتر رئیس شوکت الله عابد، محترم Jordan، محترم Philippe ، محترم محمد نعیم مموزی او محترم احمدنصیر دراني له دواړو لورو ګډون درلود.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د اکاډمیسین سلیمان لایق په اړه د علمي – څېړنيز سیمینار د کمیسیون غونډه

د اکاډمیسین سلیمان لایق د لومړي تلین په مناسبت د علمي – تحقیقي سیمینار د کمیسیون غونډه نن (سه شنبه) د علومو اکاډمي د بشري علومو د مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د سیمینار لپاره پر مقالو سربېره د سیمینار اړوندو نورو موضوعاتو بحث وشو.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۰:۲۵
Background image

د ليکوال او څېړونکي سید هاشم هاشمي (پاچا) د ۱۴ کتابونو د مخکتنې غونډه وشوه

د ديني عالم، ليكوال او څېړونكي ښاغلي استاد سید هاشم هاشمي (پاچا) د نویو ۱۴ چاپ شوو کتابونو د مخکتنې غونډه د علومو اکاډمۍ له خوا د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د ۱۴۰۰هـ. ش کال د غويي مياشتې په ۲۸مه ترسره شوه. د غونډې پیل کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب د ښاغلي هاشمي د آثارو د علمي ـ فرهنګي او معنوي ارزښتنونو او ځانګړنو په هکله پر نظریاتو څرګندولو سربېره وویل:

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

د څېړنوال مولوي زین الله منلي د لومړي تلین یاد غونډه

د مولوي څېړنوال زین الله منلي د لومړي تلین یادغونډه د ۱۴۰۰هـ. ش کال د غويي په ۱۴مه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د علومو اکاډمي او قلم ټولنې په نوښت د احمد علی کهزاد د سیمینارونو په تالار کې ترسره شوه. د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رئیس پیغام ولوست چې په کې راغلي و: ښاغلي منلي لومړۍ دنده په پښتو ټولنه کې درلوده چې کولای شو ووایو چې د علومو اکاډمي له بنسټ ایښودونکو څخه و. استاد منلي څو بعدي شخصیت درلود چې په رسمي دنده یې بسنه نه ده کړې، بلکې لا ډېر فرهنګي کارونه یې هم ترسره کړي دي چې زیاتې لیکنې او ژباړې یې کړې دي. استاد ډېر زیات غوره آثار پښتو ته را ژباړلي دي، نو د هغه د کړيو کارونو ستاینه او قدرداني بايد وشي ترڅو راتلونکي نسل یې له ادبي او فرهنګي کارونو خبر شي.

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون غونډه ترسره شوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتي کمیسیون غونډه د ۱۴۰۰هـ. ش کال د ثور مياشتې په ۶مه د دوشنبې په ورځ ترسره کړه. په دې غونډه کې چې د نشراتي کمیسیون غړو په کې برخه اخیستې وه، کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث شو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د ماشومانو لپاره د لسو چاپ شويو اثارو مخکتنه وشوه

د مصور بنسټ له خوا د ماشومانو لپاره د لسو چاپ کړل شويو آثارو مخکتنه نن په علومو اکاډمي کې ترسره شوه. په دې کتابونو کې ۸ د کيسو او ۲ شعري مجموعې دي. دوه يې ژباړل شوي او اته نور يې پنځول شوي دي. د دې رنګه اثارو ليکوال ۹ يې ښځې او يو یې نارینه دی. د دې کتابونونو نومونه دا دي: توره سپوږمۍ، ښاپېرۍ او غاټول، پښتو الفبا، شتمنې پیشوګانې بنجاره، بلمنګه ګیدړه، مرغۍ او لمرګلی، ورو او ستوری، شهزاده او خیاط او شنه پاڼه او سره مماڼه. د يادو شويو کتابونو د مخکتنې غونډه «د مصور بنسټ د راتلونکو پروګرامونو او نويو کتابونو پرانیست غونډه» تر سرليک لاندې د مصور بنسټ له خوا د علومو اکاډمي په همکارۍ د اکاډمۍ د علامه کهزاد د سيمينارونو په تالار کې جوړه شوه.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰هـ . ش کال د حمل مياشتې پر ۱۷مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول. پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.

Pagination