غونډې
د علومو اکاډمۍ رئیس د اسلامي نړۍ له علماوو سره وکتل؛
د نړیوالې ټولنې پلاوي د علومو اکاډمۍ له رئیس شیخ مولوي فریدالدین محمود سره وکتل، یاد پلاوي د علماوو په استازیتوب د افغانستان د ازادۍ مبارکي ورکړه او دا یې د ټولې اسلامي نړۍ ویاړ وبلله، همدارنګه یې د ا. ا له لوري د عمومي عفوي او هغې ته یې د ژمن پاتې کېدو دریځ وستایه.
د اسلامي هېوادونو د وروسته والي په تړاو د افغانستان د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه؛
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې اسلامي هېوادونو د وروسته والي په اړه د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه چې وروسته بیا مولوي صاحب محمد بدرالزمان
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتي کمیسیون غونډه د ۱۴۰۱هـ. ش کال د مرغومي مياشتې پر ۳مه نېټه ترسره شوه
په دې غونډه کې چې د نشراتي کمیسیون غړو په کې برخه اخیستې وه، کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرتابه د تاتارستان هېواد له استازو سره ان لاین غونډه وکړه
د افغانستان د علومو اکاډمي رئیس شیخ مولوي فرید الدین محمود، معاونینو، علمي منشي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او نورو علمي غړو د تاتارستان هېواد د علومو اکاډمي له مشرتابه سره آن لاین علمي غونډه ترسره کړه.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د لړم میاشتې پر ۱۷ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د تلې میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د وږي میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د څېړنپوه دکتور سید محی الدين هاشمي د اکاډميسينۍ رتبې د درناوي غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د ژبو او ادبیاتو مرکز رياست اړوند د پښتو ژبې او ادبیاتو انستيتيوت له خوا د څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي د اکاډميسنۍ رتبې د درناوي غونډه د بشري علومو معاونیت کې د ۱۴۰۱هـ. ش کال د سنبلې په ۶مه جوړه شوه. د غونډې پيل مولوي صاحب مخلص په څو مبارکو آیتونو سره وکړ. د اکاډمۍ د بشري علومو مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي پرانیسته وینا وکړه، د اکاډمیسین رتبې ته د ښاغلي هاشمي په رسېدو يې خوښي څرګنده کړه، د هغه د علمي فعاليتونو يادونه او ستاينه يې وکړه. ده زياته کړه، په اکاډمیکو اصولو سره دا لومړی ځل دی چې علومو اکاډمي د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره نوموړي ته د اکاډمیسین علمي رتبه ورکړه چې په دې سره نورو پوهانو ته لار خلاصه شوه ترڅو دې رتبې ته د رسېدو لپاره خپل معيارونه او شرايط پوره کړي.
د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د نـشراتي کمیسیون خپله لومړۍ نوبتي ناسته ترسره کړه
کابل افغانستان - د ۱۴۰۱ هـ. ش کال د سنبلې میاشتې پر ۳ مه نېټه چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم د میاشتې ۲۷ مې نېټې سره سمون لري، د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د نـشراتي کمیسیون خپله لومړۍ نوبتي ناسته ترسره کړه.