"په پښتو ولسي شاعرۍ کې د تاریخي پېښو څېړنه (۱۲۱۸- ۱۲۹۸ل)" علمي څېړنیز اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۱:۴۸
په پښتو ولسي شاعرۍ کې د تاریخي پېښو څېړنه (۱۲۱۸- ۱۲۹۸ل)

دغه علمي څېړنیز اثر د څېړندوی احسان‌الحق کبیر دی چې په ۱۳۹۸ل کال کې یې لیکلی دی. په دغه اثر کې پر لوی افغانستان د انګرېزانو له لومړي یرغل تر دریمې (د خپلواکۍ) تر جګړې پورې په پښتو ولسي شاعرۍ کې یادې شوې لویې او وړې پېښې راغلي دي. اثر درې مهمې برخې لري:

لومړۍ برخه: د فولکلور او فولکلوري ادبیاتو پېژندنه او تیوريکي بحثونه.

دویمه برخه: د تاریخي پېښو پېژندنه؛ د تاریخي پېښو ارزښت، اهمیت او پر ټولنه یې اغېزې؛ په ادب کې د تاریخي پېښو ارزښت او اهمیت راغلی دی. 

درېیمه برخه: د سیکانو جګړې، پر لوی افغانستان د انګرېزانو یرغل، د پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو باندې د انګرېزانو بریدونه، په کابل باندې د انګرېزانو بریدونه، د یرغلګرو پر وړاندې د پښتنو مبارزینو بریدونه او دې ته څېرمه نورې څه ناڅه وړې پېښې راغلي دي؛ د پښتنو د ملي مبارزینو د کارنامو په اړه چې کومه ولسي شاعري شوې وه د هغو نمونې را اخیستل شوي، تحلیل شوي او پر ټولنه یې اغېزې جوتې شوې دي.

اثر په پایله، وړاندیزونو او د مأخذونو په نوملړ راټول شوی دی.

په دې اثر کې تاریخي پېښې، لکه څنګه چې ولسي شاعرانو ویلي هماغسې راوړل شوي او د تاریخونو په مرسته شنل شوي دي. په دغو جګړو کې د رښتینو اتلانو او ولسي مبارزینو په تاریخونو کې یې چې څرک نه شو موندلی، دلته یې په څرګند ډول کارنامې، هلې- ځلې او هڅې یادې شوې دي.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/A%20Study%20of%20historical%20events%20in%20Pashto%20folk%20poetry%20%281839%20%E2%80%93%201919%29_0.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

دټولنیزو شبکو له لارې د نکاح عقد د حنفي فقه په رڼا کې

نن څلورنۍ/چهارشنبه د ۱۴۰۴ل کال د لیندۍ/قوس په ۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د فقه او قانون مرکز علمي غړي او د ثقافت دیپارتمنت آمر څیړندوی اسدالله میاخیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۹
Background image

شمارۀ 86 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS