د سيمه ييز مطالعاتو ژورنال نوې ګڼه (۷۰-۷۱) چاپ شوه!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵۳
د سيمه ييز مطالعاتو ژورنال نوې ګڼه (۷۰-۷۱) چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ هـ.ل. کال کې يې خپرونې پېل کړې،. په دغه ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو تحليلي بحثونه خپريږي، همدارنګه د نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه هم خپرېږي.

د سيمه ييزو مطالعات ژورنال نوې ګڼه (۷۰-۷۱) چې تازه له چاپه راوتې، ټول ۱۸۶ مخونه لري چې په کې۷ علمي او څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱. د افغانستان او ایران اقتصادي اړیکو ته حقوقي کتنه

څېړندوی اول خان شکېب احمدزی

۲. پر مرکزي اسیا د روسي او اوکراین جګړې سیاسي او امنیتي اغیزې

څېړندوی رحمت الله همت

۳. نګاهي به ارزش موقعیت ژیوپلتیکی افغانستان

پوهنمل ملاجان رحمتي

۴. په بهرني سیاست کې د تصمیم نیونې ډولونه او چاپيریال: په افغانستان کې یې تطبیقي مطالعه

څېړندوی عبدالصبور مبارز

۵. په اذربیجان کې د ایران نرم ځواک؛ فرصتونه او ننګونې

څېړندوی عبدالخالق فردوس

۶. مفهوم آسیای میانه و آسیای مرکزي د بازی ها ومنافع سیاسي و جغرافیایی

نویسنده: عزت الله سریم ساتوف

مترجم: سرمحقق عبدالرحیم بختانی

محقق زهره محمدزی

۷. د مرکزي آسیا اقتصادي ظرفیتونه

څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%203-4%20year%201402.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS