«د پښتو او پشه يي ژبې ګرامري نژدېوالی» علمي – څېړنيز اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۰:۱۲
د پښتو او پشه يي ژبې ګرامري نژدېوالی

دا اثر ارواښاد پوهنمل نورمحمد غمجن تميل ليکلی، په ۱۷۹ مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له لوري چاپ شو.

دا اثر درې برخې لري.

لومړۍ برخه - غږپوهنه يا فونولوجي: په دې برخه کې د پښتو او پشه يي ژبې فونولوجي، فونيم او ګرافيم څېړل شوي دي.

دويمه برخه- د پښتو او پشه يي ژبې مورفولوجي یا صرف: په دې برخه کې د نوم صرف، په پښتو او پشه يي کې نوم او د نوم ډولونه، په پښتو او پشه يي کې د اسم تصغير علامې، په پښتو او پشه يي کې د مذکر او مونث نوم نښې، په پښتو او پشه يي کې د يوه نوم د جمعې علامې، په پښتو او پشه يي کې صفت، ضمير په پښتو او پشه يي کې، اسم عدد په پښتو او پشه يي کې، فعل او مصدر په پښتو او پشه يي کې، د فعل صرف په پښتو او پشه يي کې، کومکي فعلونه په پښتو او پشه يي ژبه کې، قيدونه په پښتو په او پشه يي کې، ادوات په پښتو او پشه يي کې.

درېيمه برخه- نحو يا سينټکس: په دې برخه کې د پښتو او پشه يي ژبې نحو، جمله په پښتو، د جملې د جوړېدو عناصر په پښتو او پشه يي کې، په پښتو او پشه يي ژبه کې د يوې جملې معنوي ډولونه، په پښتو او پشه يي ژبه کې د جملې لفظي ډولونه، اصطلاحات او ډولونه يې په پښتو او پشه يي کې.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%AF%20%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88...

د کتاب مينه وال کولای شي دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه يې په مناسبه بيه واخلي.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS