د «نابغه خوشحال» د نړیوال علمي – څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۹:۴۵
د «نابغه خوشحال» د نړیوال علمي – څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه چاپ شوه

د مقالو دا ټولګه د څېړنوال رفيع الله نيازي په زيار په ۳۰۳ مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له لوري چاپ شوه.

دا اثر دوه برخې لري.

لومړۍ برخه: په دې برخه کې د نابغه خوشحال سيمينار په اړه د جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني وينا، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئيس وينا، د کابل پوهنتون د رئيس او د عبدالولي خان پوهنتون پيغامونه شامل دي.

دويمه برخه: په دې برخه کې د لر او بر د اکاډميکو ادارو او پوهنتونونو د پروفیسرانو علمي- څېړنيزې مقالې راغلي، لکه: د قابوس نامې او دستارنامې د موضوعاتو تقابلي جايزه، د خوشحال بابا په خپل لاس د ليکلي ديوان د نسخې په اړه، د خوشحال بابا د ژوند وروستۍ لسیزه د ځینو پېښو او حالاتو شننه او کره کتنه، د خوشحال په کلام کې ځينې پښتانه، جنګيالي اتلان او مخور مشران، د خوشحال سياسي افکار تحقيقي او تنقيدي جايزه، د دستارنامې روح، د خوشحال خټک په سوات نامه کې د سوات د کلتور جايزه، د لوی انسان د خاپوړو ځمکه، د خوشحال خان غزل او ښځه، د نابغه خوشحال خان خټک د لومړي زنداني کتاب"فراق نامې"، د خوشحال خان خټك سياسي فلسفه او ځينې نورې مقالې هم په کې شاملې دي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D9%86%D8%A7%D8%A8%D8%BA%D9%87%20...

د کتاب مينه وال کولای شي دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه يې په مناسبه بيه واخلي.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS