د پښتو او شغناني ژبو د ګډو فونولوژیکي ځانکړنو څېړنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۵:۲۱
نوماند څېړندوی ښاغلي مروت درد

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو انسټیټوټ علمي غړي نوماند څېړندوی ښاغلي مروت درد د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یوې کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "د پښتو او شغناني ژبو د ګډو فونولوژیکي ځانکړنو څېړنه" موضوع څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع وکړه.

دا علمي- څېړنيزه رساله د لارښود استاد په نظر سربېره؛ په سريزه، پنځو څپرکو، پايلې، وړاندېزونو، او مأخذونو مشتمله ده، چې تفصیل یې په دې ډول دی:

په لومړي څپرکي کې د اړوندې موضوع شاليد روښانه شوی دی.

په دويم څپرکي کې د «د فونولوژۍ لنډه» تر سرلیک لاندې د فونولوژۍ پر لغوي او اصطلاحي تعریف سربېره، د فون، الفون، فونیم پېژندنې په اړه څېړنه شوې ده او په اخر کې د فونیم په اړه د کورنیو او بهرنیو ژبپوهانو نظرونه راوړل شوي دي.

په درېيم څپرکي کې د پښتو ژبې پېژندنه راغلې او پښتو ژبه د تاریخ په بهیر کې څېړل شوې ده، په ورپسې څنګزنو عنوانونو کې شغناني ژبه معرفي شوې او ددې ژبې پر تاریخي بهیر ځغلند نظر راغلی دی.

په څلورم څپرکي کې 《د پښتو او شغناني ژبو د خپلواکو غږونو د ګډو فونولوژیکي ځانکړنو څېړنه》 تر سرلیک لاندې لومړی د پښتو خپلواک غږونه څېړل شوي او ورپسې په پښتو کلمو کې د بېواکو غږونو پر بدلدون په ځانکړو لښتلیکونو کې بحثونه شوي دي. تر دې وروسته د شغناني ژبې پر پېژندنه بحث شوی او ورپسې په شغناني کلمو کې د خپلواکو غږونو بدلون په لښتلیکونو کې راوړل شوی دی او په وروستي عنوان کې د پښتو او شغناني ژبو ټول خپلواک غږونه پرتله شوي او د هر خپلواک غږ پرتلنه په ځانګړو لښتلیکونو کې څېړل شوې ده.

په پنځم څپرکي کې 《د پښتو او شغناني ژبو د بېواکو غږونو د اړیکو څېړنه》 عمومي عنوان څېړل شوی دی، دغه عنوان هم ځینې څنګزن عنوانونه لري، په دغو عنوانونو کې لومړی د پښتو ژبې بېواک غږونه څېړل شوي او هغه بېواک غږونه چې په دې ژبه کې دخیل دي، په هغې هم بحث شوی دی، ورپسې په پښتو لهجو کې د بېواکو غږونو بدلون په ځانګړو لښتلیکونو کې څېړل شوی او بېلګې یې راوړل شوي دي.

د دې علمي- څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړیو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وويل شول. په پای کې د یادې علمي- څېړنيزې پروژې دفاع د ارزونې کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبته وارزول شوه.

Documents

د دفاع سلایډونه

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱
Background image

شمارۀ 164 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان اقبال چاپ یافت

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­ های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­ های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد. . .

BACK TO NEWS