د پښتو معاصر ادب لوی ليکوال طاهر اپريدی په حق ورسېد
انا لله وانا اليه راجعون
ارواښاد طاهر اپريدی په پښتو معاصرو ادبياتو کې د ځانګړي سبک ليکوال و، پښتو لنډه کيسه ، ناول او سفرنامې د نوموړي له نوم پرته نيمګړي دي ، خدای دې ارواښاد طاهر اپريدی وبخښي جنتونه دې ځای شي ، موږ ددوی له کورنۍ او دوستانو سره په دې لوی غم کې خپل ځان شريک بولو.
الحکم لله