خبرونهنور دلته
د ستروسو د نیالګیو د تکثیر لارې چارې
علمي ــ څېړنیز کنفرانس د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز د کرنې د انسټيټوټ علمي غړي څیړنوال دکتور ګل شاه ارینوال د( د ستروسو د نیالګیو د تکثیر لارې چارې )تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت. . .
د خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه
علمي ــ څېړنیز کنفرانس د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د اسد د میاشتې پر (۲۵) باندې د (خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه) تر. . .
ښاغلی امر الله په دریم بست کې د تفتیش آمر په توګه وټاکل شو
کابل: ښاغلی امر الله د عبد الخلیل زوی د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي ریاست د مقام د ۱۴۴۴/ ۱/ ۱۳ نېټې د (۷) ګڼه لیک پر اساس په دریم بست کې د تفتیش آمر په توګه وټاکل شو او د افغانستان. . .
خپرونېټول خپرونې
کارموندنهنورې دندې
امربر و صفاکار (کارکن خدماتی)
ښاغلي غوښتونکي د معياري غوښتنليک فورمه د دې لارښود مطابق يواځې د بشري منابعو آمريت د عمومي استخدام مديريت له دفتر څخه په حضوري ډول ترلاسه کولی شي، هغه دې په بشپړ مسئوليت سره په دقیقه . . .
پلټونکی
ښاغلي غوښتونکي د معياري غوښتنليک فورمه د دې لارښود مطابق يواځې د بشري منابعو آمريت د عمومي استخدام مديريت له دفتر څخه په حضوري ډول ترلاسه کولی شي، هغه دې په بشپړ مسئوليت سره په دقیقه . . .
د تدارکاتو مسلکي غړی
ښاغلي غوښتونکي د معياري غوښتنليک فورمه د دې لارښود مطابق يواځې د بشري منابعو آمريت د عمومي استخدام مديريت له دفتر څخه په حضوري ډول ترلاسه کولی شي، هغه دې په بشپړ مسئوليت سره په دقیقه . . .
داوطلبینور دلته
د کتابونو، مجلو او جریدو د ۱۵ مواردو د چاپ پروژې د ګټلو اعلان
بدینوسیله به تاسی از فقره 2 ماده چهل وسوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود اینکه اکادمی علوم پروژه چاپ ۱۵ مورد کتب، مجلات و جراید این اداره دارای نمبر تشخیصیه AS/02/NCB/1399 . . .
اعلانونهټول اعلانونه
د علمي لیکنو او مقالو لیکلو بلنه
د ښاغلو استادانو، څېړونکو او کارپوهانو د پام وړ! د علــومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیکی علومو مرکز په پام کې لري چې د «ښاري کثافاتو ارزونه او د هغې . . .
(د امام بخاري او امام ترمذي علمي او معنوي مقام) د نړیوال سیمینار د مقالو غوښتنه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ریاست د مقام د ۶/۱۱/۱۳۹۹ نېټه ۳۰۱۵ ګڼې حکم صادر شوی چې داسې تصریح لري (توظیف هیئت یاد بود از چهره های علمی فرهنگی و احیای آبده های تاریخی کشور) چې د . . .
د سيد هاشم هاشمي (پاچا) د ۱۴ چاپ شوو کتابونو مخکتنه
وخت: سه شنبه، د سهار ۹:۳۰ بجې، د ۱۴۰۰ کال د غويي ۲۸مه. ځای: د علومو اکاډمي د سيمينارونو تالار.
عکسونه او ویډیوګانېنور دلته
علمي پروژېنور دلته
د شرقي زون ( ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: څېړونکی: څېړندوی خلیل الرحمن (بارکزی) خلاصه د خاورو د حاصل خېزې څېړنه او د خاورې په ترکیب کې د موجوده ضروري عناصرومالومول د پایداره کرنیز تولید له پاره د ځانګړي اهمیت لرونکې موضوع ده. خاوره د کرنيزو بوټو د روزنې او حاصلاتو د تولید غېږه ده، چې د بوټو د روزنې او ودې لپاره د اوبو په ګډون يو زيات شمير اړين عناصر ګټې اخستنې ته چمتو کوي. د خاورې کيمياوي، بیولوژیکي او فزيکي خواص د نباتاتو په وده باندې اغيز کوي، د بوټو ښه وده، د هغوی د حاصلاتو له کميت او کيفيت سره نه شلېدونکې اړيکې لري. ځکه نو د حاصل خېزۍ له نظره د خاورې ترکیب پېژندل یوه ځنډ نه منونکې مبرمه موضوع ده.
د هایدرونفروز د اپیدمیولوژي، لاملونو، اختلاطاتو او درملنې څېړنه
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: څېړونکی: څېړنوال ډاکتر میرویس (حقمل). د ترسره کولو موده: له ۱۳۹۵/۱۱/۲۸ نېټې څخه تر ۱۴۰۱/۱۱/۲۸ نېټې پورې د ترسره کولو ځای: په هېواد کې د ننه. موضوع: دا یوه Descriptive څېړنه ده؛ څېړنیز ارقام یې په Prospective او Retrospective شکلونو سره راټول شوي دي. دا علمي – څېړنیزه پروژه په پنځو څپرکو کې په پښتو ملي ژبه لیکل کېږي، داسې چې په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید، په دویم څپرکي کې د موضوع په اړه عمومیات، په درېیم څپرکي کې د هایدرونفروزس د اپیدمیولوژي او لاملونو څېړنه او په څلورم څپرکي کې د هایدرونفروز د اختلاطاتو او درملنې څېړنه ځای پرځای شوې ده، په پنځم څپرکي کې د موضوع علمي – روغتیایي ارزښت، د څېرنې پایلو او وړاندیزونو ته ځای ورکړل شوی دی. په پای کې دا علمي – څېړنیزه پروژه د سرچینو او یوې ضمیمې لرونکې ده.
د ګزک د تور رنګه مرمرو د ځانګړتیاوو څېړنه
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د څېړنې موخه، مبرمیت، میتودونه او د متوقعه پایلي: مرمر یو له مهمو ودانیو او آراییشي ډبرو څخه دی چی په پراخه توګه کارول کېږې. د ګزک تور رنګه مرمرو د کیفیت له پلوه او کابل ته نږدې د ودانیو او سینګار ډبرو په توګه ځانګړی اهمیت لري. د هېواد په بیارغونه کې د مرمر ډبرو د رول له امله، دا مرمرونو ته بیړنۍ اړتیا ده، چی په دې برخه کې د دغو مرمرو د جیولوجیکي او فزیکي – میخانیکي ځانګړتیاوو څېړنې موخه ده. په دې څیړنه کې، د کتابتون، ساحوي او لابراتواري بېلابېل میتودونه کارول کېږې. د دې څېړنې څخه به لاندې پایلې ترلاسه شي.