د افغانستان د علومو اکاډمي د کادري بستونو د بیا ځلې اعلان خبرتیا

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۳۳
د افغانستان د علومو اکاډمي د کادري بستونو د بیا ځلې اعلان خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د افغانستان د علومو اکاډمي د خپلو تشو کادري بستونو د تکمیل او علمي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، غواړي چې د شمول معیارونو او علمي اصولو له مخې، په لاندې یادو شویو برخو کې وړ، باصلاحیته او د شرایطو لرونکي علمي کادر غړي جذب او استخدام کړي.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي چې د نوم لیکنې فورم د علومو اکادمۍ د کارکوونکو د چارو آمریت څخه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې تر لاسه او د لوړو زده کړو وزارت له تاییدۍ څخه وروسته د خپل وروستي فراغت د ډیپلوم اصل او رنګه کاپي، ټرانسکریپ، تذکره او دوه قطعې عکسونو سره مل ۱۴۰۴/۷/۲۱ هـ.ش نېټې څخه ۱۴۰۴/۸/۱ هـ .ش نېټې پورې د علومو اکاډمۍ د کارکوونکو د چارو آمریت ته وسپاري.

د داخلې شرایط:

نوماند که د لیسانس سند ولري، عمر یې باید له ۲۸ کلونو څخه زیات نه وي؛ که د ماسټرۍ او دوکتورا سند ولري، عمر یې باید له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي.

د یونیسکو له رسمي ژبو څخه ( انګلیسي، روسي، عربي، فرانسوي، آلماني او هسپانوي) پر یوې ژبې بشپړ تسلط لري.

د تحصیلي دورې لږ تر لږه (۸۵٪) سلنه د نومرو اوسط ولري.

بهرني تحصیلي اسناد لږ تر لږه Grade B درلودوکي وي.

پته:

کابل، شهرنو، د علومو اکاډمۍ مرکزي دفتر، د شهرنو د تېلو ټانک ته مخامخ.

Documents

د اعلان شویو بستونو لست

Related VacanciesShow all

Back to vacancies