غونډې

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل پوهنتون شهیدانو ته د دعا په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

کابل: د افغانستان په علومو اکاډمي کې د کابل پوهنتون شهیدانو ته د دعا په مناسبت د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه شنبې پر ورځ د قرآن کريم ختم ترسره شو. تېره ورځ (دوشنبه) د هېواد پر ستر اکاډميک او علمي مرکز (کابل پوهنتون) وسله وال وحشيانه بريد وشو چې په کې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

«د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» پروژې دفاعيه غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ «د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» په نوم علمي- څېړنیزه پروژه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په۳مه نېټه د شنبې پر ورځ دفاع کړه. د دې پروژې لارښود استاد څېړنپوه نصرالله ناصر او تقریظ ورکوونکي يې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه علي محمد منګل، پوهاند پښتون آقا شېرزاد او څېړنپوه محمد نبي صلاحي وو. آغلي نورستانۍ د یادې موضوع په اړه وویل: په ټوله کې د نورستانيانو د فولکلوريکو او شفاهي ادبياتو پانګه د لرغونتوب له مخې درنه او بډايه ده چې خپل تاريخي پړاوونه يې په منظم ډول په خپل جغرافيايي چاپېريال کې تېر کړي دي. دوی زموږ د هېواد د نورو قومونو په څېر آريايي منشاء لري، د فورلکلوري ادبياتو په ټولو پنځولو کې يې لوړ انساني ارزښتونه نغښتي دي چې د ټولنيز ژوند بېلابېلې خواوې؛ لکه هنري ذوق، ښکلا پېژندنه، دودونه او باورنه، نرخونه او انساي اړيکې، د تخيل ځواک او ذهني ودې پړاوونه په کې په څرګند ډول ځلول شوي دي.

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ، نشراتي کمیسیون خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې مياشتې پر ۲۷مه د يکشنبې پر ورځ ترسره کړه. په دې غونډه کې د نشراتي کمیسیون غړو هر یو څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه شېرعلي تزري، څېړنپوه سید حبیب شاکر، څېړنپوه عبدالحفیظ عزیزي، څېړنوال رفیع الله نیازي، څېړنوال عبدالوهاب عابد، څېړنوال محمد آصف احمدزي او څېړندويې مارینا بهار ګډون درلود.

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د میزان مياشتې پر ۲۲مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول.

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۰:۵۷
Background image

د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ نشراتي کمیسیون خپله نوبتي غونډه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې مياشتې پر ۱۳مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د نشراتي کمیسیون غړو هر یو څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه سید حبیب شاکر، څېړنپوه عبدالحفیظ عزیزي، څېړنوال رفیع الله نیازي، څېړنوال عبدالوهاب عابد، څېړنوال محمد آصف احمدزي او څېړندويې مارینا بهار ګډون درلود. په دې غونډه کې کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۵:۳۶
Background image

د بشري علومو معاونیت د دوو متقاعد شوو علمي غړو د درناوي غونډه

کابل: د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د اقتصاد انستیتوت د علمي غړو هر یو د علومو اکاډمي پخواني رئیس څېړنپوه دکتور عبدالباري راشد او د اقتصاد انستیتوت پخواني آمر څېړنپوه حفیظ الله حداد د مخه ښې او د هغوی د علمي هڅو او فعالیتونو د درناوي لپاره غونډه د تلې مياشتې په ۱۲مه، د شنبې په ورځ جوړه کړه.

شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د څېړنې د میتودولوژۍ کورس دوهمه دوره پیل شوه

کابل : د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې د میتودولوژۍ کورس دوهمه دوره نن د پنجشنبې په ورځ چې د مېزان میاشتې له ۱۰ نیټې سره برابره ده پیل شوه. په دې دوره کې د علومو اکاډمۍ د علمي غړو ترڅنګ، د یو شمیر پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او د بېلابېلو ادارو کارمندانو ګډون کړی و، د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې په دې اړه جوړه شوې

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۵۲
Background image

په علومو اکاډمۍ کې د اصلاحاتو په موخه غونډه وشوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تشکیلاتي جوړښت د اصلاح اوپر دندو او فعاليتونو د بیاکتنې په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د تطبيق په تړاو د همغږۍ غونډه د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام ریاست له لوري جوړه شوه، چې د علومو اکاډمۍ رئيس، په فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکارانو، د جمهوري ریاست د معاونيت د عالي مقام سلاکارانو، د لوړو زده او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو مرستيالانو او د جمهوري ریاست په حکم کې د شاملو نورو ادارو رئيسانو ‌پکې ګډون درلود.

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۸:۴۵
Background image

د نورستان په مرکز پارون کې د شفاهي ادبياتو او اسطورو تر سرليک لاندې بحث او علمي غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب، په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون، په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد زرین انځور، د ننګرهار پوهنتون پخوانی رئيس پوهنوال ببرک مياخېل ، د علومو اکاډمۍ، کابل او ننګرهار پوهنتونونو يو شمېر استادانو او فرهنګيانوګډون وکړ.

Pagination