د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۳:۵۸
د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰هـ . ش کال د اسد مياشتې په ۵مه نېټه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول.

پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.