د اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ په اړه ناسته تر سره شوه ۳۰ قوس ۱۴۰۰
کابل : د اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ د جوړیدو لپاره علمي ناسته د لیندۍ د میاشتې په ۳۰ نېټه د سه شنبې پر ورځ په علومو اکاډمۍ کې تر سره شوه، چې په دې علمي غونډه کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود، اسلامي علمومو د معاونیت پوهانو او څېړونکو په کې ګډون درلود.
په دې ناسته کې په اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ بر سېره په مختلف النوع بیوع رباء او داسې نورو مسایلو باندې سلا مشورې وشوې .
اسلامي علومو معاونیت ته وظیفه وسپارل شوه چې په دې اړوند د یو مرکز د ایجاد مکمله بڼه جوړه او د عمومي رئیس سره یې شریکه کړي.