د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه
کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د ژبني، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د ۱۴۰۱ لمریز کال ۴-۳ مه ګڼه چاپ او خپره شوه.
په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:
- په دخيلو کلمو کې د همزې (ء) د ليکلو لارې چارې څېړنوال محمد اصف احمدزی
- د علمي سند پېژندنه او د جوړولو طریقه څېړنپوه محمد نبي صلاحي
- د ناځنځیري توکو نحوي او معانیزې اغېزې پوهنمل محمد عثمان څولیزی
- د «مېړني اولس ادبیات» اثر منځپانګې ته کتنه څېړندویه سونیا صمیم هوتک
- د خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه څېړندوی شریف الله دوست
- د نصیر احمد احمدي د داستان ژبه څېړندوی مطیع الله ساحل
- د کاظم خان شیدا په شاعرۍ کې... څېړندوی احسان الحق کبیر
- د خوشحال خټک په شاعرۍ کې اطناب څېړنواله جمیله سروري
- پاراټېکسټ که د متن ځلا او بازار موندنه څېړندوی حمایت الله ښاد
- د ملا لتاړ دیوان ته لنډه کتنه څېړندوی شریف الله سانين
- د فولکلور ټولولو اړتیا، لارې چارې او تکتیکونه څېړنوال شهزاده توحیدمل
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...
تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹