علمي پروژېنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۹:۲
Background image

«په پښتو کې د مسجع نثر د پيدايښت او پايښت څېړنه» علمي پروژه دفاع شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستيتيوت علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د څېړنپوهۍ (سرمحققۍ) علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له خپلې علمي- څېړنيزې پروژې (په پښتو کې د مسجع نثر د پيدايښت او پايښت څېړنه) څخه دفاع وکړه.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۳:۳۴
Background image

((په پښتو ادب کې د لنډکيو ژانرونو (مينيماليزم) څېړنه))

( د علمي- څېړنیزې رسالې دفاع ) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستيتوت، د ادبیاتو او متنپوهې د ډيپارټمنټ علمي غړي، نوماند څېړنوال دوکتور محمد داود عربزي د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې رسالې ((په پښتو ادب کې د لنډکيو ژانرونو (مينيماليزم) څېړنه)) تر سرليک لاندې د څېړنپوه دوکتور عبدالظاهر شکيب تر لارښوونې لاندې يې بشپړه کړې وه، په بريالۍ توګه دفاع وکړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۲:۴۵
Background image

د GIS او Remote Sensing په مرسته د پنجشېر او پروان ولایتونو د سېلابونو تحلیل او ارزونه (2022-2012 م)

( د علمي- څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علوملو اکاډمۍ، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د ځمکپوهنې مرکز، د هایدرومیتیورولوژۍ انستیتوت د طبیعي جغرافیې څانګې علمي غړی نوماند څېړندوی حامد امان څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي – څېړنیزې رسالې ( د GIS او Remote Sensing په مرسته د پنجشېر او پروان ولایتونو د سېلابونو تحلیل او ارزونه (2022-2012 م) څخه په (۲۸/۱/۱۴۰۲) نېټه د څېړونکو، پوهانو او استادانو په ګډون او د دفاع د کمیسون اعضاوو په حضور کې بریالۍ دفاع وکړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۲:۳۷
Background image

د فلسفي اسلامپوهنې اساسات

“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع” د افغانستان د علومو اکاډمي د فلسفې او ټولنپوهنې، علمي غړي، نوماند څېړنیار خیبر سیال د څېړنیاري رتبې ته د لوړاوي په موخه د خپلې علمي څېړنیزې پروژې چې (د فلسفي اسلامپوهنې اساسات) تر سرلیک لاندې یې لیکلې وه په بریالیتوب سره دفاع وکړه، نوموړي د دفاع کمیسیون او د حاضرو استادانو پوښتنو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکړل او په پای کې د دفاع د کمیسیون له خوا د محترم نوماند څېړنیار خیبر سیال دفاع مثبته وارزول شوه.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

د شلمې پېړۍ په دویمې نیمایي کې د پښتو ادب د پرمختیایي بهیر څېړنه (۱۹۵۱- ۲۰۰۰م)

«د علمي- څېړنیزې رسالې دفاع» د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړنوال سیدنظیم سیدي له خپلې علمي څېړنیزې رسالې ((د شلمې پېړۍ په دویمې نیمایي کې د پښتو ادب د پرمختیایي بهیر څېړنه «۱۹۵۱- ۲۰۰۰م»)) څخه د څېړنپوهۍ علمي پوړ ته د لوړاوي په پار دفاع وکړه.

یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۲:۵۶
Background image

نور الظلم د احادیثو تخریج او څېړنه

(د علمي - څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمي د حدیث او حدیثو علومو انستیتوت علمي غړي نوماند څېړنیار رفیع الله نور د څیړنیاري رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي – څېړنیزې رسالې ( نور الظلم د احادیثو تخریج او څېړنه) تر سرلیک لاندې د څېړونکو، پوهانو او استادانو په حضور کې په بریالیتوب سره دفاع وکړه. په پایله کې یاده دفاع د مؤظف کمېسیون له لوری مثبته وارزول شوه او نوموړي وکولی شول چې د څېړنیاري علمي رتبې ته ترفیع وکړي.

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

په افغانستان کې د جرمونو په زیاتوالي او کموالي کې د رسنيو رول

(د علمي - څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ټولنيزو علومو مرکز د ژورناليزم انستيتيوت آمر څېړندوی محمد داود ناظم له خپلې علمي څېړنېزې پروژې (په افغانستان کې د جرمونو په زیاتوالي او کموالي کې د رسنيو رول) څخه د ګڼ شمېر محققینو، د پوهنتون استادانو او اهل د مسلک په ګډون په بري سره دفاع وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د امربالمعروف او نهي عن المنکر فقهي څېړنه

(د علمي - څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمي د فقه او قانون مرکز علمي غړی نوماند څېړندوی سمیع الله صاحبزاده له خپلې علمي – څېړنیزې پروژې (د امربالمعروف او نهي عن المنکر فقهي څېړنه) څخه (د چهار شنبي په ورځ ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۰۱ ه ل نیټې) د پوهانو، څیړونکو او استادانو په حضور کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه.

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۴:۵۹
Background image

(د محمدظاهر شاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرهنګي وضعیت څېړنه ۱۳۴۲ـــ ۱۳۵۲ل.)

( د علمي ــ څېړنیزې رسالې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ټولنیزو علومو مرکز د تاریخ او اتنو ګرافۍ د انستیتوت علمي غړي نوماند څېړنیار سیدمحمدصادق سادات له خپلې علمي ــ څېړنیزې رسال (د محمدظاهرشاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرهنګي وضعیت څېړنه ۱۳۴۲ــ۱۳۵۲ل.) څخه د څېړنیار علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د پوهانو، څېړونکو او استادانو په شتون کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه.

Pagination