علمي پروژېنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۲:۴
Background image

د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې د کرنې او صنعت د متقابلو اغېزو څېړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د پروژې نوم: د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې د کرنې او صنعت د متقابلو اغېزو څېړنه څېړونکی: د اقتصاد انستیتوت د تصدي اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلی خوشحال تسل د پروژې د پيل او پای نېټه: (۱۳۹۰ - ۱۴۰۰ ل) دغه علمي او څېړنیزه پروژه چې د علومو اکاډمي د اقتصاد انستیتيوت د تصدي اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلي خوشحال تسل له خوا ورباندې څېړنه کېږ،ي د اجرا موده یې له ۱۲/۴/۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۱۲/۴/۱۴۰۳ل کال پورې ټاکل شوې ده.

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۱:۳۴
Background image

د ميرزاخان انصاري دېوان (نوی کره څېړنيز متن چمتو کول)

ميرزاخان انصاري دېوان (نوی کره څېړنيز متن چمتو کول) څېړونکی: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي غړی څېړنپوه عبدالقيوم مشواڼی د پروژې د پيل او پای نېټه: ۲۱/ ۱ / ۱۴۰۰ – ۲۱/ ۱ / ۱۴۰۲ دغه پروژه دوه کلنه روټين پروژه ده چې لاندې موضوعات به په کې وڅېړل شي: - د اصل نسخې له مخې کمپيوټري متن چمتو کول (د علومو اکاډمۍ بشپړه خطي نسخه)

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۳:۲۸
Background image

د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې (۱۳۸۰- ۱۴۰۳هـ. ش)

د پروژې نوم: د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې (۱۳۸۰- ۱۴۰۳هـ. ش)(۳) څېړونکی: د علومو اکاډمي د ټولنیزو علومو مرکز د حقوقو او سیاسي علوم د انستیتيوت علمي غړی څېړندوی وجیه الله ظهیر. د پروژې د پيل او پای نېټه: ۲۳/ ۷/ ۱۳۹۹- ۲۳/ ۷ / ۱۴۰۳هـ. ش په دې علمي ـ څېړنیزه پروژه کې به د نورو ګڼو مطالبو ترڅنګ ځينې دا ‌‌ډول موضوعات څېړل کېږي: - د افغانستان او امریکا ترمنځ د لنډمهالې، انتقالي او جمهوري ریاست د دورو پر مهال اړیکې.

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د پېښور او د هغه د شاوخوا د ځينو لهجو څېړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د پروژې نوم: د پېښور او د هغه د شاوخوا د ځينو لهجو څېړنه (۱) څېړونکی: د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتيوت علمي غړی څېړنیار محمد اسحاق مومند د پروژې د پيل او پای نېټه: ۱۹/ ۸/ ۱۳۹۸ - ۱۹/ ۸/ ۱۴۰۲ په دې علمي ـ څېړنیزه پروژه کې به د نورو ګڼو مطالبو ترڅنګ ځيني دا ‌‌ډول موضوعات څېړل کېږي:

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

په فقهي مذهبونو کې د تقنین څرنګوالی (دفاعيه غونډه)

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونيت علمي غړي څېړنوال دکتور مؤمن حليمي تر پورته سرليک لاندې علمي- څېړنيزې پروژې څخه دفاع وکړه. نوموړي په دې پروژه کې په لاندې مسايلو بحث وکړ: - د فقهي مذهبونو او تقنين پېژندنه - د تقنین مشروعیت په فقهي مذهبونو کې - په سني مذهبونو کی د تقنین څرنګوالی - په شیعه مذهبونو کې د تقنین څرنګوالی تر دې وروسته ښاغلي حليمي د پوهانو او څېړونکو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل چې په دې سره د دفاع د کمیسیون له خوا د نوموړي دفاع مثبته وارزوله.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په پښتو کې د ادبي کره کتنې د تاريخي بهير څېړل

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت علمي غړي څېړنيار فضل الرحمن عليزي د «په پښتو کې د ادبي کره کتنې د تاريخي بهير څېړل» په نوم له خپلې علمي- څېړنيزې پروژې څخه دفاع وکړه. ښاغلي عليزي وويل: په پښتو کې د ادبي کره کتنې د تاريخي بهير د څېړنې په پايله کې دې نتيجې ته رسېږو چې د نورو ژبو په ځانګړې ډول د انګليسي، عربي، اردو او فارسي ژبو په څېر د پښتو ادبياتو په لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې کې هم کره کتنه شته. که څه هم په لومړيو کې دغه کره کتنه يواځې د يوه ټولنيز انتقاد په شکل ليدل کېږي او موږ ورته کره کتنه نه شو ويلای، خو بيا هم د کره کتنې څرک په کې شته او کره کتنې ته لار پرانيزي. څرنګه چې د پښتو ادبياتو په منځنۍ دوره کې د لرغونې دورې په نسبت له هره پلوه بدلون ليدل کېږي، د وخت او شرايطو له غوښتنې سره سم په زړه پورې آثار را منځته کېږي، د کره کتنې په برخه کې هم منظم آثار ليدل کېږي، په ځانګړي ډول د خوشحال خان خټک په پړاو کې د وخت له معيارونو او اصولو سره سم د کره کتنې بېلګې شته او معاصرې کره کتنې ته لاره هواروي.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۱:۶
Background image

«له امریکا او روسیې سره د هند اړیکې او پر افغانستان یې اغېزې (۱۹۹۱ـ۲۰۱۶ز.کال)» علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاعیه غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیا د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې څخه د ۱۳۹۹ل کال د جدې میاشتې په ۲۴ مه نېټه په بریالیتوب دفاع وکړه. لومړی د څېړونکي ژوندليک او ورپسې پردې پروژې لیکل شوي تقریظونه ولوستل شول. پر دې پروژې څېړنوال بخت محمد بختیار، څېړنپوه محمد موسی رحیمي او پوهاند دکتور نقیب الله ثاقب تائیدي تقریظونه لیکلي دي. تردې وروسته څېړونکي د سریزې تر وړاندې کولو وروسته، له ۱۹۹۱ ـ ۲۰۱۶ز. کال پورې له امریکا او روسیې سره د هند پر سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکو بحث وکړ.

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

«د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» پروژې دفاعيه غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ «د نورستان په فولکلوریکو او شفاهي ادبیاتو کې د ښځې دریځ» په نوم علمي- څېړنیزه پروژه د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په۳مه نېټه د شنبې پر ورځ دفاع کړه. د دې پروژې لارښود استاد څېړنپوه نصرالله ناصر او تقریظ ورکوونکي يې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنپوه علي محمد منګل، پوهاند پښتون آقا شېرزاد او څېړنپوه محمد نبي صلاحي وو.

Pagination