علمي پروژېنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان اړيکې: سيمې او افغانستان پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو يې اغېزې (۱۹۹۱- ۲۰۱۶ز.)

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: اجرا کوونکی: څېړندوی عبدالصبور مبارز د اجرا موده: له ۲۵/۱۰/۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۲۵/۱۰/۱۴۰۳ نېټې پورې. د څېړنې موخه: د دې څېړنې موخه، په ټاکلي موده کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان د سياسي، اقتصادي ا و فرهنګي اړيکو څېړل او پر سيمه او افغانستان يې د اغېزو روښانه کول دي. د څېړنې مبرميت: د امريکا متحده ايالات په سيمه کې له پاکستان سره د يو شمېر نورو هېوادونو په پرتله ښې او نږدې اړيکې لرلې دي. دا چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او تل د دغه هېواد له سياستونو او پاليسيو اغېزمن شوی، نو د امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان نږدې اړيکې پر افغانستان اغېزې لري، نو د دې اړيکو څېړل او پر افغانستان يې د اغېزو روښانه کول د دې څېړنې مبرميت په ګوته کوي.

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۹:۴۲
Background image

د شوروي اتحاد رامنځته کیدل او ړنګېدل، پر سیمه او افغانستان یې اغېزې ( ۱۹۱۷ – ۱۹۹۱ زکال)

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکوونکی: څېړندوی عبدالخالق فردوس دا پروژه په پینځو څپرکو کې لیکل کیږي، چې په ترڅ کې یې له یوې خوا د شوروي اتحاد د رامنځته کېدو بهیر روښانه شي او له بلې خوا به د یاد اتحاد د ړنګېدو لاملونه روښانه شي، سربیره پر دې به پر افغانستان او سیمه د یاد اتحاد د رامنځته کیدو او لمنځه تلو اغېزې روښانه شي او همدارنګه د دې پروژې په بشپړولو سره به یو علمي ـ څېړنیز اثر رامنځته شي، چې د بین المللي اړیکو مینه وال او د افغانستان د سیاست او ډيپلوماسي اړوند مراجع به ترې ګټه پورته کړي. د نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک تعقیب کړئ: asa.gov.af/ps/pd

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

له کوشاني مسکوکاتو سره د یونانو – باختري دورې د مسکوکاتو څېړنه او پرتلنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د ترسره کولو موده: ۲۷/ ۶/ ۱۳۹۸ څخه تر ۲۷/ ۶/ ۱۴۰۴ دغه پروژه د لړلیک، سریزې، شپږو څپرکو چې لومړی څپرکی یې (د موضوع شالید)، دوهم څپرکی (د یونانو باختري دورې د مسکوکاتو څېړنه)، درېیم څپرکی (د کوشاني دورې د مسکوکاتو څېړنه)، څلورم څپرکی (د یونانو باختري په مسکوکاتو کې د ارباب الانواع رول)، پنځم څپرکی (د کوشانیانو په سکو کې د دینونو د ارباب الانواع رول او اهمیت) شپږم څپرکی (له یونانو باختري سره د کوشاني دورې د مسکوکاتو پرتلنه)، پایلې، وړاندیزونو او اخځلیکونو درلودونکې ده.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د ګـوَري ژبې مورفولوژي

د دې علمي- څېړنیزې پروژې هدف او مبرمیت د خپل ارزښت او اهمیت له مخې څرګند دی، ځکه ګوَري ژبه زموږ د هېواد له پخوانیو او تاریخي ژبو څخه ده چې پر افغانستان سربېره په پښتونخوا کې هم په زرګونو ويونکي لري. دا چې د هرې ژبې ګرامر د هغې ژبې ستره بنسټيزه برخه ده او د يوې ژبې په پرمختیا او بډاينه کې ستره ونډه لري، نو د دې پروژې هدف هم همدا دی چې له یوې خوا به د دې ژبې د ګرامر دویمه برخه(مورفولوژي) بشپړه شي او له بلې خوا به د دې ژبې د ويونکو او نورو څېړونکو لپاره د ګټې اخيستنې په موخه ستر خدمت وي. په همدې ډول مبرميت یې هم په دې کې دی چې د دې ژبې د ګرامر په برخه کې تر اوسه ډېر لږ کار شوی چې د دې ژبې لپاره کفايت نه کوي او دا چې مورفولوژي د يوې ژبې لپاره د بنسټ حيثيت لري چې ارزښت ته یې په کتو سره په ګوَري ژبه کې تر همدغه سرلیک لاندې کوم ځانګړی کار نه دی ترسره شوی، نو د همدې ځانګړي سرلیک لاندې د دې علمي- څېړنيزې پروژې ترسره کېدل ډېر اړین، لازمي او مبرم وو چې له نېکه مرغه تر کار لاندې ده.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۱:۵۰
Background image

د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د اسلامي دورو د آبداتو د معمارۍ او مهندسۍ د هنرونو د ځانګړنو پلټنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: بررسی ویژه گی های هنر معماری و مهندسی آبدات عصر اسلامی در ولایات شمال افغانستان اجراء کوونکی: د څېړنوال غلام حيدر کشککي د اجراء موده: شپږ کاله، له   6/9/1397 څخه تر 6/9/1403ﮬ. ل پورې دغه علمي-څېړنيزه پروژه د سريزې، پنځو څپرکو، پايلې، وړانديزونو او مأخذونو لرونکې ده.

یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۱:۳۷
Background image

په افغانستان کې د جرمونو په زیاتوالي او کموالي کې د رسنيو رول

په نړۍ کې د رسنيو د ډګر منځ ته راتګ او په تېره بیا په وروستيو دوو لسيزو کې يې په افغانستان کې په بې ساري ډول ډېروالی، پرمختيا او د بيان آزادۍ په دې ډګر کې د ښېګڼو، لاسته راوړنو او مثبتو اغېزو تر څنګ د جرمونو نوی باب هم پرانيست. له هر څه وړاندې يې د رسنيزو جرمونو پېژندنې او د هغو لپاره د متناسبو مجازاتو وضع کولو اړتيا را منځ ته کړه چې د افغانستان د جزاء قانون او د جزاء کود ځينې مادې يې اثبات ګڼلی شو. په دوهم قدم کې د ځينو رسنيو د ځينو نا مناسبو خپرونو، اطلاعاتو او پيغامونو له لارې په مخاطبينو کې د جرمي انګېزو د را پنځولو او د جرمي استعدادونو د لوړولو په سبب په ځينو کسانو کې د جرمي اعمالو ارتکاب ته لاره هواروي. د ډېرو رسنيو ډېر پروګرامونه او پيغامونه د جرمونو په راکمولو او په ټولنه کې د عدل، انصاف، اصلاح، امانت ساتنې، مرستې، رښتينولۍ او داسې نورو مثبتو خصلتونو په بنسټيز کولو کې هم اغېزناک رول لري چې د ستايلو او لا پياوړي کولو لپاره يې مناسبه تګلاره په کار ده.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۰:۲۷
Background image

په کوشاني دوره کې د هندي او یوناني ادیانو څېړنه

د څېړنوال علی احمد جعفری تر کار لاندې څېړنیزې پروژې لنډه پېژندنه ۱- د پروژې سرلیک په کوشاني دوره کې د هندي او یوناني ادیانو څېړنه د څپرکو شمېر: ۵ ۲- د اجرا موده: شپږ کاله (۱۳۹۹/۶/۱۶ تر ۱۶ / ۶ / ۱۴۰۵ ) ۳- د څېړنې موخه تر اوس مهاله د دې موضوع په اړوند هېڅ کومه ورته څېړنه نه تر سره شوې او دا موضوع په خپل ذات کې نوې څېړنه ګڼل کېدای شي.

شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د افغانستان د لرغون پېژندنې د ورستنیو کیندنو او سروې بیا کتنه (۱۳۹۸-۱۳۸۱)

د څېړنپوه کتاب خان فیضی د علمی- څېړنیزې پروژې پېژندنه: ۱- د پروژې نوم: د افغانستان د لرغون پېژندنې د ورستنیو کیندنو او سروې بیا کتنه (۱۳۹۸-۱۳۸۱) څپرکي: ۶ ۲- د اجراء موده: دوه کاله(۱۱/۶/۱۳۹۸-۱۱/۶/۱۴۰۰) ۳- د تحقیق موخه: تر اوسه پورې په دې موضوع باندې څېړنه نه ده شوې، نو یوه نوې او تازه موضوع ګڼل کېږي. ۴- د پروژې مبرمیت:د دغې علمې- څېړنیزې پروژې پر لیکلو سره چې د هېواد نوې لرغونې سیمې په کې پېژندل کېږي، هنري او فرهنګي ځانګړنې یې په لرغون پېژندنه کې خورا ارزښت لري.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۹:۲۲
Background image

د مندیګک د تاریخي ساحو او هرپه او موهنجودارو تمدنو پرتلیزه څېړنه

د علمي پروژې پیژندنه: د څېړنوال فرهاد احمدي ترنظر لاندې څېړنه. - د پروژې عنوان: د مندیګک د تاریخي ساحو او هرپه او موهنجودارو تمدنو پرتلیزه څېړنه. ۲- د اجراء موده: شپږ کاله له ۱۳۹۵/۱۲/۱ څخه تر ۱۴۰۱/۱۲/۱ . ۳- د څیړنې موخه: د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدونونو ترمنځ د اختلافي څیزونو او فرهنګي یو ځای والو پیدا کول. ۴- د موضوع مبرمیت: د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنونو پرتلییزې څیړنې ته ضرورت او د لرغون پېژندنې مطالعي د تمدن په پېژندنه کې د تاریخ څخه په مخکې دوره کې له یو ځانګړي اهمیت او مبرمیت څخه برخمنې دي.

Pagination