علمي پروژېنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۱۵
Background image

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د وحشی ژیوو د ژوند څیړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکوال: څیړنپوه محمد یاسین فرهمند لنډیز ټول ژوندي موجودات، د نباتاتو او غیر کورني حیواناتو په ګډون چې د انسان له مداخلې پرته ژوندي پاتې کیږي او د خپلو اولادونو بقا تضمینوي،

چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۲:۳۶
Background image

د ښاری برښنا په شبکو کی د ترانسفارمرونو د کاري اغیزمنتیا بیا کتنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکونکی: سرمحقق انجنیر محمد اکرم شهیم ترانسفارمرونه چی د بنسټیز عنصر په توګه په سیستم کی فعالیت لری، د کاری اغیزمنتیا په موخه د شبکی په بیلابیلو څانګو کې درې دوله، یعنی لوړ، منځنی او ټیټ ولتاژونه لری.

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

په افغانستان کې د بیدیاوو دجغرافیایي پراختیا څرنګوالی

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: لیکونکی: څېړنوال عبدالرحمن لطیف د اجرا موده : 13/ 12 / 1398 الی 13 / 12 / 1404 د علمي څېړنېزې پروژې هدف او مبرمیت: داقلمي د اقلیمي بدلونو نو په لړ کې د طبیعي پېښو رامنځته کېدل او د طبیعي چاپېریال تخریب او ویجاړېدل د اندېښنې وړ هغه موضوعات دي چې د ژوندیو موجوداتو ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي. بې له شکه چې د بیدیاوو پراختیا نن ورځ د نړۍ یوه له جدي او خطرناکو طبیعي معضلو څخه ګڼله کېږي چې د پراختیا په حال کې دي او طبیعي ایکوسیستم ګواښي، حال دا چې زموږ هېواد په وچه کې را ګیر دی، صحرایي او نیمه صحرایي اقلیم لري او رطوبتي سرچینې یې لږ دي،

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د شرقي زون ( ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: څېړونکی: څېړندوی خلیل الرحمن (بارکزی) خلاصه د خاورو د حاصل خېزې څېړنه او د خاورې په ترکیب کې د موجوده ضروري عناصرومالومول د پایداره کرنیز تولید له پاره د ځانګړي اهمیت لرونکې موضوع ده. خاوره د کرنيزو بوټو د روزنې او حاصلاتو د تولید غېږه ده، چې د بوټو د روزنې او ودې لپاره د اوبو په ګډون يو زيات شمير اړين عناصر ګټې اخستنې ته چمتو کوي. د خاورې کيمياوي، بیولوژیکي او فزيکي خواص د نباتاتو په وده باندې اغيز کوي، د بوټو ښه وده، د هغوی د حاصلاتو له کميت او کيفيت سره نه شلېدونکې اړيکې لري. ځکه نو د حاصل خېزۍ له نظره د خاورې ترکیب پېژندل یوه ځنډ نه منونکې مبرمه موضوع ده.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۱۰:۴۸
Background image

د هایدرونفروز د اپیدمیولوژي، لاملونو، اختلاطاتو او درملنې څېړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: څېړونکی: څېړنوال ډاکتر میرویس (حقمل). د ترسره کولو موده: له ۱۳۹۵/۱۱/۲۸ نېټې څخه تر ۱۴۰۱/۱۱/۲۸ نېټې پورې د ترسره کولو ځای: په هېواد کې د ننه. موضوع: دا یوه Descriptive څېړنه ده؛ څېړنیز ارقام یې په Prospective او Retrospective شکلونو سره راټول شوي دي. دا علمي – څېړنیزه پروژه په پنځو څپرکو کې په پښتو ملي ژبه لیکل کېږي، داسې چې په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید، په دویم څپرکي کې د موضوع په اړه عمومیات، په درېیم څپرکي کې د هایدرونفروزس د اپیدمیولوژي او لاملونو څېړنه او په څلورم څپرکي کې د هایدرونفروز د اختلاطاتو او درملنې څېړنه ځای پرځای شوې ده، په پنځم څپرکي کې د موضوع علمي – روغتیایي ارزښت، د څېرنې پایلو او وړاندیزونو ته ځای ورکړل شوی دی. په پای کې دا علمي – څېړنیزه پروژه د سرچینو او یوې ضمیمې لرونکې ده.

شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د ګزک د تور رنګه مرمرو د ځانګړتیاوو څېړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د څېړنې موخه، مبرمیت، میتودونه او د متوقعه پایلي: مرمر یو له مهمو ودانیو او آراییشي ‌‌ډبرو څخه دی چی په پراخه توګه کارول کېږې. د ګزک تور رنګه مرمرو د کیفیت له پلوه او کابل ته نږدې د ودانیو او سینګار ‌‌‌‌ډبرو په توګه ځانګړی اهمیت لري. د هېواد په بیارغونه کې د مرمر ډبرو د رول له امله، دا مرمرونو ته بیړنۍ اړتیا ده، چی په دې برخه کې د دغو مرمرو د جیولوجیکي او فزیکي – میخانیکي ځانګړتیاوو څېړنې موخه ده. په دې څیړنه کې، د کتابتون، ساحوي او لابراتواري بېلابېل میتودونه کارول کېږې. د دې څېړنې څخه به لاندې پایلې ترلاسه شي.

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفايې د اپیدیمولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: د څېړونکي نوم: د طبي علومو د مرکز علمي غړی څېړنوال داکتر عبدالرحیم وردک د ترسره کېدو ځای: د هېواد دننه د پروژې د ترسره کېدو نېټه: ۱۳ / ۱۱ / ۱۳۹۸ – ۱۳ / ۱۱ / ۱۴۰۴ دا پروژه په شپږو څپرکو کې لیکل کیږي، په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید، په دوهم څپرکي کې د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفایې علمي برخې سپړلو ته ځای ورکړل شوی دی چې په دې برخه کې به له نویو معتبرو بین المللي طبي مأخدو، انټرنیټي منابعو او لیتراتورونو څخه ګټه واخیستل شي، په درېیم، څلورم، پنځم او شپږم څپرکي کې په ترتیب سره د نوموړې موضوع اپیدیمولوژي، عمده لاملونو، اختلاطاتو څېړلو، علمي او روغتیایي ارزښت ته ځای ورکړل شوی دی او بالاخره په وروستی برخه کې د څېړنې څخه ترلاسه شویو پایلو، اړینو وړاندیزونو او ضمایمو ته ځای ورکړل شوی دی.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د فدراتیفې روسیې او تاجکستان د اړیکو څرنګوالی (۱۹۹۱-۲۰۱۹ز.کال)

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: ۱- اجراء کوونکی: څېړنپوه عبدالرحیم بختانی. ۲- د اجرا موده : له ۸/ ۶ / ۱۳۹۹ نېټې څخه تر ۸ / ۶ / ۱۴۰۱ نېټې پورې . ۳-د علمي- څېړنیزې پروژې هدف مبرمیت: د دې څېړنې هدف د فدراتیفې روسیې او تاجکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او پوځي اړیکو څېړل دي. ۴- د علمي- څېړنیزې پروژې مبرمیت: فدراتیفې روسیې په منځنۍ آسیا کې له تاجکستان سره د ځینو نورو هېوادونو په پرتله ښې او نږدې اړیکې لرلې دي، دا چې تاجکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او له روسیې سره ډېرې نږدې او هراړخیزې اړیکې لري، نو اړتیا ده تر څو دغه اړیکې وڅېړل شي.

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په افغانستان کې د غرني او الپین تونډرا اقلیمي زونونو وضعیت

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ: څېرونکی: څېرنوال عبدالوهاب همدرد د پروژې د پیل او پای نېته: ۲۳/۷/۱۳۹۹ الی ۲۳/۷/۱۴۰۵ دا پروژه شپږ فصلونه لري، چې اصلي موخه یې د مهمو اقلیمي مسلو په اړه ده، چې موخه یې د مناسبو او نامناسب چاپیریال له امله د اقلیم شرایطو څخه د ګټې اخیستنې هدف او بیړنۍ اړتیا، د خطرناکو شرایطو ارزونه او د خطرونو د کمولو لپاره د مناسبو پلانونو طرح کول دي. د دې څیړنې موخې او د سیمې په حیاتي شرایطو د هغې اغیزې د څیړنې موضوع ده.

Pagination