علمي پروژېنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۳
Background image

په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز د هایدرومیتیورولوجي انستیتوت دجغرافیې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف د ۱۴۴۶هـ ق کال د رمضان المبارک ۱۲مه چې د ۱۴۰۴ل کال د کب/ حوت له ۱۱مې سره سمون لري، د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړنوال علمي رتبې څخه د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د  خپلې علمي څېړنیزې رسالې ( په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی) څخه په پریالیتوب سره دفاع وکړه. 

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۳۵
Background image

د پشه‌يي ژبې فونولوژي او مورفولوژي

نن یوه‌نۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۴ل کال د کب (حوت) میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی فريدالله فرحان د څېړنوال (Associate Professor) علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې"د پشه‌يي ژبې فونولوژي او  مورفولوژي" څخه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې دفاع وکړه.

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۲:۲۷
Background image

د نخودو پر وده او حاصلاتو باندې د ځینو اګروتخنیکي عملیو د اغېزو څېړنه

(د علمي څېړنیزې پروژې دفاع) د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي-تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز علمي منشي ښاغلي څېړنوال دکتور شاهد الله ساپي د خپلې علمي – څيړنيزې پروژې (د نخودو پر وده او حاصلاتو باندې د ځینو اګروتخنیکي عملیو د اغېزو څېړنه) تر سرلیک لاندې د څيړنپوه علمي رتبې ته د ترفيع په موخه د مرغومي د میاشتې په ۶ نېټه د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د پوهانو او استادانو او د علومو اکاډمي له خوا د ټاکل شوي کمېسیون په وړاندې دفاع وکړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې ۱۳۸۰ - ۱۴۰۳ل

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۳ مه نېټه چې د ۱۴۰۴لمریز کال د تلې د میاشې له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو د انسټیټوټ علمي غړي( څېړندوی وجیه الله ظهیر)، د ټولنیزو علومو په مرکز کې له خپلې علمي او څېړنیزې پروژې «د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې ۱۳۸۰ - ۱۴۰۳ل» څخه دفاع وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د هېواد په شرایطو کې د تولیدي او توریدي ساختماني عایقونو د ډولونو ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز د ساختماني انسټیټیوټ علمي غړي نوماند څیړنیار انجنیر حشمت الله سهیل "د هېواد په شرایطو کې د تولیدي او توریدي ساختماني عایقونو د ډولونو ارزونه" تر سرلیک لاندې له خپلې علمي ـ څېړنیز پروژې څخه دفاع وکړه. وړاندي کوونکئ:

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۶:۴۶
Background image

خوشحال خان خټک او نوستالژي

نن شنبه د ۱۴۰۴ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۲۱ نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمدعلي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ د ادبیاتو او متنپوهنې ډیپارټمنټ علمي غړي څېړندوی احسان الحق کبیر څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د څېړونکو او استادانو په حضور کې د «خوشحال خان خټک او نوستالژي» ترسرلیک لاندې له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

د پښتو او دري ژبنۍ تاریخي اړیکې او توپیرونه

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي میاشتې په ۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمدعلي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې انسټیټوټ د ژبپوهنې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي څېړنپوهۍ رتبې ته د لوړاوي په موخه د څېړونکو او استاذانو په حضور کې «د پښتو او دري ژبنۍ تاریخي اړیکې او توپیرونه» تر سرليک لاندې له خپلې علمي - څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د پښتو او شغناني ژبو د ګډو فونولوژیکي ځانکړنو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو انسټیټوټ علمي غړي نوماند څېړندوی ښاغلي مروت درد د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یوې کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "د پښتو او شغناني ژبو د ګډو فونولوژیکي ځانکړنو څېړنه" موضوع څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې ښوونو (زیتونو) ته د ځینو زیان رسوونکو حشرو څېړنه

محترم نوماند څېړنیار عبدالقدیر بصیرزی د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تخنیکي ـ طبیعي علومو د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز علمي غړي خپله علمي ـ څېړنیزه پروژه د ( په ننګرهار ولایت کې ښوونو (زیتونو) ته د ځینو زیان رسوونکو حشرو څېړنه) تر سرلیک لاندې د کرنې په انسټیټوټ کې دفاع کړه.

Pagination