د فدراتیفې روسیې او تاجکستان د اړیکو څرنګوالی (۱۹۹۱-۲۰۱۹ز.کال)
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:
۱- اجراء کوونکی: څېړنپوه عبدالرحیم بختانی.
۲- د اجرا موده : له ۸/ ۶ / ۱۳۹۹ نېټې څخه تر ۸ / ۶ / ۱۴۰۱ نېټې پورې .
۳-د علمي- څېړنیزې پروژې هدف مبرمیت: د دې څېړنې هدف د فدراتیفې روسیې او تاجکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او پوځي اړیکو څېړل دي.
۴- د علمي- څېړنیزې پروژې مبرمیت: فدراتیفې روسیې په منځنۍ آسیا کې له تاجکستان سره د ځینو نورو هېوادونو په پرتله ښې او نږدې اړیکې لرلې دي، دا چې تاجکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او له روسیې سره ډېرې نږدې او هراړخیزې اړیکې لري، نو اړتیا ده تر څو دغه اړیکې وڅېړل شي.
۵- د څېړنې د پوښتنې طرح: له ۱۹۹۱ز. کال څخه تر ۲۰۱۹ز. کاله پورې د روسیې او تاجکستان اړیکې څرنګه وې؟
۶- ددې پروژې منتظره پایلې : د دې علمي ـــ څېړنیزې پروژې په بشپړولو سره به دا څرګنده شي چې د روسیې او تاجکستان تر منځ اړیکې څه ډول وې، له ۱۹۹۱ز. کال څخه تر ۲۰۱۹ز. کاله پورې د دې دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې څه بدلونونه رامنځته شوي دي.همدارنګه د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې یو ځانګړی علمي ــــ څېړنیز اثر رامنځته شي، چې د بین المللي اړیکو د مطالعې مینه وال ، پوهنتونونه، د بهرنیو چارو وزارت او نورې اړوندې مراجع به ورڅخه ګټه پورته کړي.
۷-د پروژې د کار پرمختګ: د نوموړی پروژې کار نژدې شپیته فیصده بشپړه شوې ده او پاتې برخه به یې هم په ټاکل شوی نېټه پای ته رسیږي.