کنفرانسونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۹:۳۹
Background image

په پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ څېړنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» نېټه: ۲۵/۷/۱۴۰۱ د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي ((په پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ څېړنه)) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. په دې علمي څېړنیز کنفرانس کې په کیسه‌ګۍ، په نړیوال او پښتو ادب کې د کیسه‌ګۍ پر مخینه، د کیسه‌ګۍ پر ځانګړنو، ایا کیسه‌ګۍ یو ژانر دی او که نه دی؟ د کیسه‌ګۍ په مخالفت، د کیسه‌ګۍ داخلي جوړښت، په پښتو ادب کې د لیکل شویو کیسه‌ګیو پر منځپانګه خبرې وشوې.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۳۹
Background image

د احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې

«علمي _ څېړنیز کنفرانس» نېټه :۱۲ / ۷ / ۱۴۰۱ د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو د مرکز علمي غړي څېړنیار ولي‌باز آرین د "احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې" تر نامه لاندې د علومو اکاډمۍ د پوهانو په حضور کې علمي _ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۲۷
Background image

د سلسل البول (Urinary incontinence) د ډولونو او لاملونو بررسي

«علمي - څیړنیز کنفرانس» وړاندې کونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل د وړاندې کولو نېټه: سه شنبه، ۱۴۰۱/۷/۱۲ ( ۱۴۴۴/۳/۸) د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي. د کنفرانس هدف: ۱- د سلسل البول دبېلابېلو ډولونو بررسي کول. ۲- د سلسل البول د لاملونو بررسي کول. ۳- د سلسل البول د تر ټولو عامو لاملونو په ګوته کول.

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۱:۵۷
Background image

د ځینو پښتو متلونو منفي اړخونه

«علمي ـــــ څېړنیز کنفرانس» د افغانستان دعلومو اکاډمي د ژبواو ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل«د ځينو پښتو متلونومنفي اړخونه» په نوم علمي - څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د پښتو ژبې اوسني فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ته نوې کتنه

«علمي ــ څېړنیز کنفرانس» د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د سنبلې د میاشتې پر (۲۶) باندې (د پښتو ژبې اوسني فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ته نوې کتنه) تر عنوان لاندې خپل دویم څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. د کنفرانس منځپانګه: د فونولوژۍ او ګرافولوژۍ تیورۍ ته لنډه کتنه .

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۲:۳۶
Background image

په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت

علمي- څېړنيز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنيار ياسر پاچا د «په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت» په نوم خپل علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۱هـ. ش کال د سنبلې په ۲۱مه نېټه وړاندې کړ.

Pagination