«ادبي کالم ليکنه» علمي- څېړنيز کنفرانس

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۲:۲۲
 څېړنوال محمد اصف احمدزی

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د «ادبي کالم ليکنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۲هـ. ش کال د وري په ۹مه نېټه وړاندې کړ.
نوموړي لومړی په عام ډول د کالم په تعریف، تيوري، تاريخچې، موخې، ارزښت او ډولونو لنډې خبرې وکړې.
ورپسې د ادبي کالم ليکنې   (Literary column)په اړه يې بحث وکړ، ویې ویل چې کالم د ژورناليزم په لمن کې راټوکېدلی او وده يې کړې ده، خو په ادبیاتو کې ښه ځلېدلی دی.
ادبي کالم د علمي، فرهنګي او ادبي مسايلو او پېښو په اړه د پاخه لیکوال او ادیب تأثرات، برداشتونه او څرګندونې دي چې په ورځپاڼې، جریدې او وېبپاڼو کې تر ځانګړې دريڅې لاندې د چاپي او آنلاین رسنۍ په معلوم ځای کې خپريږي.
ښاغلي څېړونکي بیا د کالم کالم ليکنې پر ځانګړنو، د کالم‌لیکوال پر خصوصياتو، د ادبي کالم ليکنې پر تخنيکونو او ډولونو رڼا واچوله. وروسته يې په پښتو ژبه کې د ادبي کالم پر پيلېدو او بهیر، چاپ شويو کالمي آثارو او متفرقو پښتو کالمونو بحث وکړ.