کنفرانسونه
د انتي بیوتیکونو منطقي "معقوله" کارونه؛ د اغېزناکې کارونې او سم مدیریت لارې چارې
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل (د انتي بیوتیکونو منطقي "معقوله" کارونه؛ د اغېزناکې کارونې او سم مدیریت لارې چارې) تر عنوان لاندې کنفرانس د علومو اکاډمي علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ.
د علومو اکاډمۍ د خپرو شویو تحقیقي متونو کرهکتنه (۱۳۸۱- ۱۴۰۰هـ ل)
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړندوی احسان الحق کبیر «د علومو اکاډمۍ د خپرو شویو تحقیقي متونو کرهکتنه (۱۳۸۱- ۱۴۰۰هـ ل)» علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د جمهوري نظام د سقوط لاملونه
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت اړوند د تاریخ او اتنوګرافۍ د انستیتوت علمي غړي څېړنیار سیدمحمدصادق سادات « د جمهوري نظام د سقوط لاملونه» تر سرلیک لاندې علمي ــ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د امريکايي اشغال پر وړاندې د پنځول شويو حماسي اشعارو د را ټولولو او شننې اړتيا
علمي – څېړنيز کنفرانس د پښتو ژبې او ادبياتو انسټیټوټ د متنپوهنې څانګې علمي غړي ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي «د امريکايي اشغال پر وړاندې د پنځول شويو حماسي اشعارو د راټولولو او شننې اړتيا » تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.
د افغانستان د صادراتو د پراختیا لارې چارې
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د اقتصاد انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد” د افغانستان د صادراتو د پراختیا لارې چارې” تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د صادراتو پېژندنه، صادراتي پروسو او د تېرې څه د پاسه یوې لسیزې د صادراتو مالي ارزښت تحلیل ترسره شوی و.
د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د بېلابېلو کلیو په کرنیزو ځمکو کې د سلفر د کچې څېړل
د افغانستان د علومو اکاډمي، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د کرنې انسټيټوټ علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي له خوا د (د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د بېلابېلو کلیو په کرنیزو ځمکو کې د سلفر د کچې څېړل) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
