لیتیم ایون بېټرۍ او په افغانستان کې د هغه د تولید د امکاناتو څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۴۷
څېړنیار سید جمال الدین روحاني

(علمي څېړنیز کنفرانس)

د افغانستان علومو اکاډمۍ د کیمیا، بیولوژی او کرنې علومو مرکز علمي غړي څېړنیار سید جمال الدین روحاني د ۱۴۰۳ل کال سلواغې پر ۱۵مه نېټه « لیتیم ایون بېټرۍ او په افغانستان کې د هغه د تولید امکانات » تر سرليک لاندې د علومو اکاډمۍ د کیمیا، بیولوژی او کرنې علومو په مرکز کې علمي- څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې لیتیم ایون بېټرۍ د یوې حیرانوونکې ټکنالوژۍ په بڼه په ننیو نړیوالو بدلونونو کې یو بنسټیز رول لوبوي. په برقي موټرو، ګرځنده موبایلونو او د نوې کېدونکې انرژي (Renewable energy) د زېرمه کولو په سیستمونو کې د لیتیم ایون بېټرۍ د زیاتې انرژۍ زېرمه کولو، اوږد عمر، ژر چارچېدو او نورو ځانګړتیاوو په لرلو سره د شنه صنعنتي انقلاب (green industrial revolution) اساسي رکن ګڼل کېږي. د دغه کنفرانس په لړ کې د څېړنې د ټولو برخو لکه سریزې، اهمیت، مبرمیت، میتود، پوښتنې او نورو سربېره د لیتیم عنصر په اړه بشپړ معلومات، د نورو بېټریو او لیتیم ایون بېټریو په اړه هر اړخیز معلومات، په افغانستان کې د بېټریو د اړتیا ارزونه، په هېواد کې د لیتیمي سرچینو ارزونه، د لیتیم ایون بېټریو د بازار ارزښت، د دغه بېټریو د تولید خط او د دې بېټریو د صنعت رامنځته کولو لپاره د اړینو لګښتونو شننه او داسې نور موضوعات وړاندې شول. ده وویل؛ چې په 1800 م کال کې د الکساندر ولټا لخوا د لومړنۍ الکترو کیمیاوي بېټرۍ له کشف ورسته بیا د 1960مې او 1980 مې میلادي لسیزو په اوږدو کې او تر دې دمه د بېټریو په صنعت کې خورا زیا اصلاحات رامنځته شول اوس مهال لیتیم د نړۍ په صنایعو کې د یو کال په اوږدو کې شاوخوا یو میلیون ټنه کارول کېږي او د بازار د ارزښت له مخې د نورو صنعتي موادو په لړ کې لسم ځای لري. حال داچې تر 2035 م کال پورې به دغه اړتیا 3.829 میلیونه ټنه ته ورسېږي. دغه راز اوس مهال د لیتیمي بېټریو د بازار ارزښت 115.03میلیارد ډالره اټکل شوی دی په داسې حال کې چې تر 2032 م کال پورې د لیتیمي بټریو د بازار ارزښت تر 387.05 میلیارده ډالره پورې لوړ شي؛ نو دغه ټکو ته په کتو ویلای شو چې د افغانستان د لیتیمي سرچینو منظم مدیریت او استخراج په راتلونکي کې د نوموړي هېواد په اقتصاد کې د پراختیا رامنځته کولو سربېره خلکو ته کاري چوپړتیاوې رامنځته کېږي او دغه راز په هېواد کې د فقر کچه هم ورسره کمېږي. لیتیم ایون بېټري د سپک وزن، د انرژي د زیات مقدار زېرمې وړتیا، د چارچ کېدو سرعت او د نورو بېټریو په پرتله په لوړ ولتاژ سره کار کوي. لیتیم ایون بېټرۍ په 3.7 ولټه، حال دا چې نیکل- کادمیم بېټري په 1.2 ولټه پوتنشیل سره کار کوي. دا هغه ځانګړتیاوې دي چې دغه بېټریو په بازار کې د نورو بېټریو ځای ځان ته خپل کړي دی؛ خو د دغه ځانګړتیاوو سربېره نوموړې بېټرۍ د تودوخې په وړاندې د مقاومت نه درلودل، لوړ لګښت او ځینو نورې ستونزې هم لري. په هر حال اوس مهال په نړۍ کې د بېټریو ډیری تولیدوونکې کمپنې د یادو ستونزو د حل په لټه کې دي او تر ډېره دې موخې ته رسېدلي هم دي. د لیتیم ایون بېټریو د بېلابېلو برخو د تولید له لګښت له شننې څخه معلومه شوه چې کابو 68 سلنه لګښت د خامو موادو او مزدورۍ په برخه کې رامنځته کېږي چې افغانستان په دې برخه کې د پام وړ وړتیا او منابع لري؛ نو تر ډېره بریده د دې صنعت رامنځته کول شونتیا لري. د لیتیم عنصر او نورې معدني زېرمې زمونږ د هېواد ملي شتمنۍ دي؛ نو په داسې طرحو باید کار وشي چې دا مواد په هېواد د ننه پروسس او په اړونده صنعتونو کې وکارول شي ترڅو له یوه لوري کاري چوپړتیاوې رامنځته شي او له بل لوري د هېواد اقتصادي ودې ته لاره هواره شي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې ښاعلي روحاني، اړوندو مراجعو ته پر مشخصو وړانديزونو سربېره، د پوهانو او څېړونکو پوښتنو ته ځوابونه وويل؛ د ارزونې کمیسیون دغه کنفرانس مثبت او ګټور وارزاوه.

Documents

کنفرانس بطرۍ لیتیم راپور .pdf