مقاله ها

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۲:۴۵

د ګټې‌اخیستنې د وصیت پرتلیزه څېړنه

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړنیار عبدالقهار عزیزي لنډیز په دې مقاله کې د وصیت تعریف، ډولونه او له عین څخه ګټه‌اخیستل څېړل شوي دي. د افغانستان پر مدني قانون سربېره د مصر د وصیت قانون، د کوېټ د شخصي احوالو قانون، ایراني مدني قانون او یو شمېر وېبپاڼو څخه ګټه اخیستل شوې ده.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۰:۸

د نکاح، واده او سنتګرۍ نظامنامې ته لنډه کتنه

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړنیار عبدالقهار عزیزي لنډیز افغانستان له ډېر پخوا راهیسې د هر ډول ناوړو دودونو د مخنیوي په موخه خورا ښه او مناسب قوانین درلودل. له دې ډلې څخه د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال بېلابېل قوانین تدوین او نافذ شول.

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۴:۲۴

د ځمکې د لاندې طبقو استملاک

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړندوی عبدالقهار عزیزي لنډیز د ځمکې د لاندې طبقو استملاک موضوع د معاصر پرمختګ یوه مهمه او اړینه موضوع ده. دا چې دولت د عامه ولس د رفاه په خاطر صلاحیت لري چې د افرادو ملکیت د عوض په بدل کې د هغوی له تصرف خارج کړي، چې دا تصرف خارجول دوه ډوله دی کلي او قسمي. قسمي استملاک کولای شو چې د ځمکې د لاندې طبقې استملاک له‌پاره وکاروو.

شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۹:۲۹

سبک پېژندنه

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړنوال محمدنبي صلاحي لنډیز په دې علمي ــ څېړنیزه لیکنه کې د سبک او سبک پوهنې په بېلابېلو خواوو باندې څېړنیز بحث شوی دی. په دې کې دا څرګنده شوې ده چې سبک او سبک پېژندنه په یوه ادبي او شعري لیکنه کې د بڼې او معنا دواړو له مخې ارزول کېدای شي.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۲:۲۸

د علمي ــ څېړنيزې مقالې د ليکنې لارې چارې او ځانګړتياوې

لیکوال: څېړنپوه محمد نبي صلاحي لنډیز مقاله د ليکنې اساسي چوکاټ دى. د هغې د ليکلو په برخه کې يواځې د منابعوراټولونه د څېړنې په نامه نه شي منل کېداى، هغه را ټولونه ده. د دغو سرچينو هر اړخيزه مطالعه، ژورتحليل، ارزونه، د موادو صيقل کول او له هغو څخه مثبته نتيجه اخيستنه او لوستونکو ته روښانه پېغام ورکول علمي تحقيق دى او برعکس يې غير علمي کار دى.

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۰:۵۳

ابهام او لوستونکی

لیکوال: پوهنمل ګل رحمن رحماني لنډیز په اوسنیو پښتو ادبي متونو کې ابهام په پراخه کچه موجود دی. د ادبي متن پنځګر په شعوري او لا شعوري ډول د لوړې او ټيټې کچې ابهام پنځوي، خو بل لور ته هغه لوستونکی هم شته چې د متضادوو معناوو او تناقضاتو پر دوه لارې کې سرګردانه ګرځي او د معناګانو هغه منزل ته په رسېدو کې لارښوونې ته انتظار دی چې پنځګر یې تمه لري؛

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۴:۹

پښتو غږیز تکتیک او غږیز محدودیتونه

لیکوال: پوهنمل محمد عثمان څولیزی لنډیز د دې څېړنې موخه د پښتو کلیمو په درې ګونو برخو (پیل، منځ، پای) کې د شونو او ناشونو ساکنو غږیزو ډلګیو د کچې څېړل او سپړل دي. غږیز تکتیک یا غږ اوډنه په یوه ټاکلې ژبه کې د غږونو شونی ترتیب، ترکیب او همدارنګه په لغوي جوړښت کې د یو ټاکلي بېواک غږ یا د ساکنو غږونو د ډلګیو او په ګروپي توګه راتګ څېړي.

شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۴:۳

په «چونغر» کې د طبیعت انځور

لیکوال: پوهنمل ګل رحمن رحماني لنډیز سلیمان لایق په پښتو شاعرۍ کې د خپل هېواد د طبیعت انځورونې یو ماهر شاعر بللی شو، نوموړی توانېدلی چې د خپلو ژورو عیني او ذهني مشاهدو پر بنسټ د طبیعت ژبه زده کړي او بیا په خپل شاعرانه کمال او جوهر کې تلپاتې رنګ ورکړي.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۵:۱۵

استاد رښتين؛ د ادبي راپورتاژ ليکنې سرلارى

لنډیز د پښتو نثري ادب په ګلبن کې ادبي راپورتاژ په زړه پورې ادبي نوعه ده چې د يوه جريان، پېښې او سفر واقعات په کې داسې بيانيږي چې د ليکوال خپل احساسات او عواطف هم په کې دخيل وي. دا ادبي ډول په پښتو ادب کې له پخوا څخه پالل شوی او تراوسه پورې په کې ګڼ شمېر ادبي راپورتاژونه ليکل شوي دي. يو له دغو ليکوالو څخه پوهاند صديق الله رښتين دی.

Pagination