د نکاح، واده او سنتګرۍ نظامنامې ته لنډه کتنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۰:۸

« علمي - څیړنیزه مقاله »

لیکوال: څېړنیار عبدالقهار عزیزي

لنډیز

افغانستان له ډېر پخوا راهیسې د هر ډول ناوړو دودونو د مخنیوي په موخه خورا ښه او مناسب قوانین درلودل. له دې ډلې څخه د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال بېلابېل قوانین تدوین او نافذ شول. په دې برخه کې د نکاح، واده او سنتګرۍ نظامنامه، هغه قانون و چې د کوژدې اړوند مقررات او احکام یې درلودل او د بې‌ځایه لګښتونو مخنیوی یې کاوه. ددې ترڅنګ د واده لپاره یې موزون او ضروري مواد لرل چې واده یې قانونمند کاوه او د کورنیزو شخړو او لانجو مخنیوی یې کاوه.

په دې مقاله کې به له کوژدې شروع تر واده او بیا له واده وروسته اړوند مقررات وڅېړل شي چې د غازي امان الله د واکمنۍ پر مهال نافذ و.

 

 

Documents

د واده، نکاح او سنت‌ګرۍ نظامنامې ته لنډه کتنه.pdf