محترم څیړنوال علی شیر رستګار د مولانا جلال الدین محمد بلخی د ادبیاتو او متنپوهنې د ډیپارټمنټ امر په توګه معرفی شو

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رئیس د ۱۴۰۱/۱/۱۰ نېټې د ( ۱۰۶) ګڼه حکم پر اساس څیړنوال علی شیر رستګار د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د زبان و ادب دری انستیتوت غړی، د مولانا جلال الدین محمد بلخی د ادبیاتو او متنپوهنې د ډيپارټمنټ امر په توګه مقرر او نن د ژبو او ادبیاتو د مرکز د رئیس څېړنوال سید نظیم سیدي، د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتوت د امر او د مرکز د نورو امرینو او استادانو له خوا په رسمي توګه معرفي او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.