د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه
![د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه](/sites/default/files/2022-06/whatsapp_image_2022-06-21_at_11.47.23_am.jpeg)
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه. یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه. وروسته بیا د دعوت او ارشاد لوی رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مولوي محمد هاشم شهید ورور د نظام د ثبات او استحکام په اړه وینا وکړه او د امیر المؤمنین د راغلیو فرمانونو د عملي کیدو په اړه یې سپارښتنې وکړې