په وخیمو ناروغانو کې، روغتون ته د مراجعې د وخت او له انذارو سره یې د اړیکې څېړنه
د کنفرانس وړاندې کوونکی: څېړنوال ډاکټر ضیاءالرحمن حقمل
ځای: د علومو اکاډمي د کنفرانسونو تالار
نېټه: ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۰۲
د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د کنفرانس موخه: په وخیمو ناروغانو کې روغتون ته د مراجعې د وخت او انذارو ترمنځ اړیکې څېړنه او په وخیمو ناروغانو کې د مراجعې په وخت باندې د ناروغانو د اوسېدلو د ځای، اقتصادي حالت، عمر او جنس د اغېزو څېړنه د دغه کنفرانس موخه ده.
د موضوع ارزښت: لومړۍ څو دقیقې او ساعتونه د وخیمو ناروغانو د انذارو په ټاکلو کې مهم رول لري او څومره چې د ناروغ د مراجعې په موده کې ځنډ پېښېږي، په هماغه انذازه ورسره د مړینې او معیوبیت کچه لوړېږي، نو ځکه د اغېز لرونکو فکتورونو څېړنه یې ډېره مهمه ده، تر څو په مخنیوي سره یې د ناروغانو په مراجعه کې له ځنډ څخه مخینوی وشي.
د څېړنې فرضیه: روغتون ته په ځنډ مراجعه د وخیمو ناروغانو د مړینې کچه لوړوي او بېلابېل فکتورنه موجود دي چې روغتون ته د وخیمو ناروغانو په مراجعه اغېز لري.
د څېړنې پوښتنې: په وخیمو ناروغانو کې روغتون ته د مراجعې په وخت باندې د عمر، جنس، د اوسېدلو ځای او اقتصادي حالت څه اغېزې لري او په وخیمو ناروغانو کې روغتون ته د مراجعې وخت د ناروغانو په انذارو او اختلاطاتو څه ډول اغېزې لري؟
د ګډون شاخصونه: ټول هغه ناروغان چې په وخیم حالت کې (ژوند تهدیدونکې قلبي بې نظمیانې، د شاک بېلابېلو انواعو، قلبي توقف، حاد اکلیلي سندروم، شدیدې قلبي عدم کفایې، میتابلویک اسیدوزس، شدیدې تنفسي عدم کفایې او د پښتورګو حادې عدم کفایې) یې روغتون ته مراجعه کړې وه او د ناروغۍ د رامنځته کېدلو او روغتون ته د را رسېدلو د وخت ترمنځ موده یې معلومه وه، په دغه څېړنه کې ګډون ورکړای شوی و.
د نه ګډون شاخصونه: هغه ناروغان چې د ناروغۍ د رامنځته کېدلو او روغتون ته د را رسېدلو تر منځ موده یې معلومه وه، خو حالت یې وخیم نه و او هغه ناروغان چې حالت یې وخیم و، خو د ناروغۍ د رامنځته کېدلو او روغتون د مراجعې ترمنځ موده یې نامعلومه وه.
د څېړنې میتود او ګډون لرونکي ناروغان: دا یوه تشریحي څېړنه ده چې ټول ټال 572 ناروغان په کې ګډون لري او ارقام د جمهوریت له ملي تخصصي روغتون او امیري طبي کمپلکس څخه تر لاسه شوي، په SPSS کې ځای په ځای شوي او بیا تحلیل شوي دي.
د موضوع لنډیز: وخیمه ناروغۍ (Critical illness) د ناروغتیا هغه حالت ده چې د حیاتي غړو د دندو له خرابېدلو سره یوځای وي، له سمې پاملرنې پرته د نږدې مړینې خطر ډېر لوړ وي او د دغه وخیم حالت د بېرته ښه کېدنې امکان موجود وي. یا په بل عبارت وخیمه ناروغۍ هغه طبي حالت دی چې په هغه کې یو ناروغ د یوه جراحي عمل او یا شدیدې ناروغۍ له امله، د حیاتي غړو د دندو د ساتنې او ژوندي پاتې کېدلو لپاره بېړنۍ جدي طبي پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا ولري. په دغو ناروغانو کې یواځېنی د تغییر وړ فکتور چې د مړینې په کچه اغېز لري، هغه د وخیمي ناروغۍ له رامنځته کېدلو څخه د جدي طبي پاملرنې د پيل ترمنځ موده ده چې اوږدېدل یې د مړینې او اختلاطاتو له کچې سره مخامخ اړیکه لري.
د امریکا د روغتونونو د ټولنې له مخې یوه روغتون ته مراجعې په وخت کې ناروغان په پنځو بڼو وي، Undetermined یا نامعلوم: ناروغ تازه روغتون ته راغلی او یا هم تر اوسه ډاکټران نه دي توانېدلي چې د ناروغ حالت معلوم کړي؛ Good یا ښه: په دې حالت کې د ناروغ حیاتي نښې نورمالې او ثابتې وي او ډاکټران د ډېرو ښو پایلو تمه لري؛ Fair یا مناسب: په دې حالت کې د ناروغ حیاتي نښې نورمالې وي، ناروغ یو څه ناراحتي احساسوي او ډاکټران د ښو پایلو تمه لري؛ Serious یا شدید: په دې حالت کې د ناروغ حیاتي علایم غیر نورمال او ثبات نه لرونکي وي او ډاکټران د پایلو په باره کې وړاندوینه نشي کولی؛ او بلاخره Critical یا وخیم: په دې حالت کې د ناروغ حیاتي علایم غیر نارمل او بې ثباته وي، معمولاً د ناروغ شعوري حالت ښه نه وي او ډاکټران د خرابو پایلو توقع لري.
له څېړنو معلومه شوه چې روغتون ته د وخیمو ناروغانو د مراجعې وخت د ناروغانو د انذارو له خرابولو سره مخامخ اړیکه لري، یا په بل عبارت ناوخته مراجعه د ناروغانو انداز خرابوي، همدارنګه د ناروغ جنس او د اوسېدلو ځای، روغتون ته د ناروغ د مراجعې له وخت سره د پام وړ اړیکه لري (P value < 0.05)، داسې چې نارینه جنس لرونکي ناروغان د ښځینه جنس لرونکو ناروغانو په پرتله او د کابل اوسېدونکي د نورو ولایتونو د اوسېدونکو په پرتله ژر روغتون ته مراجعه کړې وه. خو له بلې خوا د ناروغانو اقتصادي حالت او عمر روغتون ته د ناروغانو د مراجعې په وخت چندان اغېز نلري (P value > 0.05).
په وړاندیزونو کې یادونه وشوه چې د وخیمو ناروغانو په لېږدونه کې ځنډ، د مړینې د کچې له زیاتېدلو او اختلاطاتو له رامنځته کېدلو سره د پام وړ او مخامخ اړیکه لري، همدارنګه زموږ د څېړنې د وخیمو ناروغانو د مراجعې اوسطه موده 21 (1260 دقیقې) ساعته وه، په داسې حال کې چې نړیوال ارقام له نیم ساعت څخه تر 53 دقیقو پورې ښيي، کوم چې ډېر لوی توپیر دی؛ نو ټولو روغتیاپالو ادارو ته وړاندیز کېږي چې د عامه رسنیو په ګډون، له بېلابېلو لارو خلکو ته وخیم ناروغان ور وپېژني او هغوی ته توصیه وشي چې نوموړي ناروغان بې له ځنډه روغتونونو ته ورسول شي، همدارنګه د عامې روغتیا وزارت او نورو خیریه بنسټونو ته وړاندیز کېږي چې د وخیمو ناروغانو د انتقال لپاره د هېواد په بېلا بېلو برخو کې 24/7)) مجهز امبولانسونه رامنځته کړي.
همدارنګه په وړاندیزونو کې یادونه وشوه چې چې د نارینه جنس په پرتله ښځینه جنس لرونکي وخیم ناروغان په ځنډ روغتون ته رسېدلي و، نو د بېلابېلو برخو څېړونکو ته وړاندیز کېږي چې د دغه توپیر د لاملونو د معلومولو لپاره د هېواد په کچه یوه پراخه څېړنه ترسره او د لاملونو له معلومولو وروسته یې د حل لاره وړاندیز کړي.
همدارنګه یادونه وشوه چې د وخیمو ناروغانو درملنه په باکیفیته روغتونونو کې د هغو نورو په پرتله په ښه بڼه ترسره کېږي او باکیفیته شخصي او دولتي روغتونونه د کابل ښار کې د هېواد د نورو سیمو په پرتله په زیاته اندازه موجود دي او له څېړنې څخه معلومه شوه چې روغتون ته ناوخته مراجعه د مړینې د کچې د زیاتېدلو تر ټولو مهم لامل دی او له کابل څخه لرې اوسیدونکو وخیمو ناروغانو د هغو نورو په پرتله ناوخته مراجعه کړې وه، کوم چې د مړینې د کچې او اختلاطاتو د زیاتوالي لامل ګرځېدلی و، نو د عامې روغتیا وزارت او نور روغتیا پورې اړونده ادارو ته وړاندیز وشو چې د هېواد په ټولو مهمو سیمو کې مجهز روغتونونه جوړ کړي او هېوادوالو ته وړاندیز کېږي چې د روغتیايي پرسونل له سپارښتنې پرته په نورو ټولو حالتونو کې وخیم ناروغان تر ټولو نږدې روغتیايي مراکزو ته ورسوي، ځکه په ځنډ رسېدل د مړینې او اختلاطاتو د کچې د لوړېدو لامل ګرځي.
بلآخره څېړونکي وړاندیز وکړ چې د ناوخته مراجعه کولو تر ټولو مهم لامل د کورنۍ د غړو له خوا د وخیمو ناروغانو په پېژندلو کې ناپوهي، جنسیتي توپير، د امبولانس د چوپړ کمزورتیا او له کابل څخه د باندې اوسېدونکو وخیمو ناروغانو ترڅنګ د مجهزو روغتیايي مرکزونو نشتوالی، نو ټولو دخیلو ادارو (عامې روغتیا وزارت، شخصي روغتیايي سکتورونو، عامه رسنۍ، دینې عالمانو او روغتیايي کارکونکو) ته یې وړاندیز وکړ چې د دغو پورته ستونزو د حل لپاره په اړونده برخو کې ګامونه واخلي.