د امريکايي اشغ.ال پر وړاندې د پنځول شويو حماسي اشعارو د را ټولولو او شننې اړتيا

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۹:۳۷
ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي

"علمي – څېړنيز کنفرانس"
د پښتو ژبې او ادبياتو انسټیټوټ د متنپوهنې څانګې علمي غړي ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي «د امريکايي اشغال پر وړاندې د پنځول شويو حماسي اشعارو د راټولولو او شننې اړتيا » تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. 
په دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس کې د حماسي اشعارو د ارزښت  او اهميت ترڅنګ د امريکايي اشغال پر ضد د پنځول شويو حماسي اشعارو پر څرنګوالي، را ټولولو او د شننې پر اړتيا هم خبرې وشوې.
 څېړندوی فضل الرحمن عليزي د دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس په ترڅ کې وويل چې زموږ ولس د پرديو يرغلګرو پر وړاندې د هرې مبارزې او سرښندنې په بهير کې د خپلو مبارزينو د مورال د لوړولو لپاره د وخت او زمان له غوښتنو سره سم ادبيات ايجاد کړي چې موږ يې د حماسي ادبياتو په ډله کې ګڼو. نوموړي زياته کړه:«ادب او ادبيات د انسان له ژوند سره تړلي او د انسان له ژوند سره تړلي بېلابېل ټولنيز، سياسي، اقتصادي او فرهنګي مسايل د ادبياتو موضوعات دي، ځکه د انساني ژوند هره پېښه په حقيقت کې د هغې ټولنې په ادبياتو کې را څرګندېږي او له همدې امله له ډېر ارزښت او اهميت څخه برخمن دي.»
څېړندوی عليزي په دې علمي – څېړنيز کنفرانس کې ټينګار وکړ چې د امريکايي اشغال پر وړاندې پنځول شوي حماسي اشعار بايد د ادبياتو د يوه مهم ژانر په توګه تر بحث لاندې ونيول شۍ، ځکه حماسي ادبياتو که له يوې خوا د يوه ملت د وګړو د مېړانې او سرښندنې ښکارندویي کوي، نو له بلې خوا د يوه ملت د وګړو، د عقدې، غيرت، د هغه ملت د ارزښتونو د پېژندنې لپاره خوا مهم دي. نوموړي زياته کړه:«حماسي شعرونه د يوه ملت د وګړو د سياسي، ټولنيزو، ديني او عقيدتي افکارو په پېژندنه او همدارنګه د يوه ملت د سياسي او ټولنيز تاريخ د ليکلو په برخه کې ورڅخه ګټه اخيستل کېدای شي».
ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي په دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس کې ‎د افغانستان له علومو اکاډمي څخه غوښتنه وکړه چې د امريکايي اشغال پر وړاندې دې د تېرو دوو لسيزو حماسي اشعار راټول او خوندي شي. نوموړي وويل: «که له تاريخي يادونو را تير شو او له  ۲۰۰۱ ز کال څخه را په دېخوا حماسي شعرونه په نظر کې ونيسو، نو ويلای شو چې د امريکايي يرغل پر وړاندې ډېر په زړه پورې حماسي شعرونه وپنځېدل، څرنګه چې دا حماسي اشعار د يرغل پر ضد را منځته شوي او د ادبياتو ډېر مهم ډول دی، کېدای شي چې څه وخت وروسته د خلکو له ذهنونو، ميموريګانو، ټيليفونونو او نورو وسايلو څخه د نورو په څېر ورک او له ياده ووځي؛ نو په کار ده چې تر ممکنه بريده پورې د دې دوران ټول حماسي شعرونه ثبت او له ورکېدو څخه وژغورل شي.
د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول شو او د علمي کميسيون لخوا وړاندې شوی کنفرانس مهم او مثبت و ارزول شو او د رایو په اتفاق تائيد شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۰
Background image

د سږو د مزمنې انسدادي ناروغۍ (Chronic obstructive pulmonary disease) د اپیدیمولوژي، کلینیکي لوحې او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د طبي علومو مرکز، د معالجوي طب انسټیټوت علمي غړي نوماند څېړندوی ډاکټر میر افضل کټوازي له نوماند څېړندوی څخه د څېړندوی علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

بررسی ساحات باستانی دوره کوشانی در ولایات وردک و ناگاهارا

محترم نامزد معاون محقق حکمت الرحمن امیری عضو علمی انستیتوت تحقیقات کوشانی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی، معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان، پروژه ای علمی-تحقیقی خویش را تحت عنوان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

تحلیل و بررسی برخی ادبیات کودک ترکمن های افغانستان

محترم نامزد معاون محقق روزی محمد عمر، عضو علمی دیپارتمنت زبان و ادبیات ترکمنی، انستیتوت زبانها و ادبیات اوزبیکی-ترکمنی، ریاست مرکز زبانها و ادبیات، معاونیت علوم بشری اکادمی علوم. . .

BACK TO NEWS