په هېواد کې د کارول شویو پلاستیکونو د بیا ځلې کارونې (Recycling) په اړه څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۲:۲۶
ښاغلي نوماند څېړندوی معراج خان سلطانزوی

"د علمي ـ څېړنېزې پروژې دفاع"

د افغانستان علومو اکاډمي د طبيعي-تخنيکي علومو معاونيت اړوند د کيميا، بيولوژي او کرنې علومو مرکز څېړونکي، ښاغلي نوماند څېړندوی معراج خان سلطانزوی د نوماندۍ دورې د رفع په موخه (په هېواد کې د کارول شویو پلاستیکونو د بیا ځلې کارونې (Recycling) په اړه څېړنه) تر سرلیک لاندې له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې څخه د څېړونکو او استادانو په حضور کې دفاع وکړه.

ښاغلي څېړونکي وویل: پلاستیک د عصري صنعتي ټولنې یو له بنسټیزو موادو څخه دی چې د ارزانوالي، ښه مقاومت او په بېلا بېلو بڼو د کارېدو وړتیا له امله د ژوند په هره برخه کې په پراخه کچه کارول کېږي. د پلاستیکونو همدې لوړې کچې کارونې انساني ټولنه او طبیعت د یو شمېر ننګونو سره مخامخ کړي دي. په افغانستان کې هم د پلاستیک صنعت وده کړې او د خلکو له خوا پلاستیکي توکي په پراخه کچه کارول کېږي. د پلاستیکي توکو د زیاتې کارونې له امله پلاستیکي کثافات په ډېرېدو دي او د دې کثافاتو مدیریت ننګونې رامنځته کړې دي، نو د دې لپاره چې په هېواد کې د پلاستیک زیانونو مخنیوی وشي او اقتصادي او مالي سرچینو سپما ترسره شي، باید په افغانستان کې د پلاستیک بیا ځلې کارونې په اړه علمي څېړنې تر سره او په اړه يې جدي پالیسۍ جوړې او عملي شي.

دا څېړنه په توصیفي ـ مقداري مېتود تر سره شوې ده. په دې څېړنه کې د مستندو او معتبرو اولني او دویمي سرچینو څخه ارقام او معلومات راټول شوي او د تحلیل، محاسبې او ارزونې وروسته د څېړنې پوښتنو لکه، په هېواد کې د کارول شویو پلاستیکونو ډلبندي او ارزونه، په افغانستان کې د پلاستیک بیا ځلې کارونې لارې چارې او کارېدونکو او بیا ځلې کارېدونکو پلاستیکونو کتلوي پرتلې ته ځوابونه ویل شوي دي او د پلاستیک بیاځلې کارونې لپاره کارېدونکي تخنیکونو او چاپېریال ساتنې تحلیل تر سره شوی دی. د دې ترڅنګ په هېواد کې د پلاستیک د بیاځلې کارونې د پرمختګ لپاره طرحه وړاندې شوې ده.

دا علمي ـ څېړنیزه رساله پنځه څپرکي لري چې په لومړي څپرکي کې یې د پلاستیک او پلاستیک بیاځلې کارونې په اړه مخکینیو لیکنو ته کتنه شوې ده. د رسالې په دویم څپرکي کې د پلاستیک او پلاستیک بیاځلې کارونې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شوي دي. په درېیم څپرکي کې د دې څېړنې کړنلاره په واضح او بشپړه توګه تشریح شوې ده. د رسالې په څلورم څپرکي کې د څېړنې څخه لاسته راغلو ارقامو محاسبه، تحلیل او ارزونه ترسره شوې ده. د دې علمي ـ تحقیقي رسالې پنځم څپرکی د ترسره شوي څېړنې په علمي او اقتصادي ارزښت، پایلو او وړاندیزونو باندې مشتمل دی.

د یادې علمي ـ څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول او د ارزوونکي کميسيون له لوري يې دفاع د رايو په اتفاق سره مثبته و ارزول شوه.

Documents

سلایډونه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۲۴
Background image

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی (دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) به چاپ رسید

مجموعه مقالات سیمینار علمی- تحقیقی(دقرآن کریم او نبوی سنتو په رنا کی د شی حکومتولی لاری چاری ) که از طرف مرکز تفسیر و حدیث معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان به سطح کشور برگزار. . .

BACK TO NEWS