د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!
طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو ځل خپرېږي او له پیل راهیسې پکې د طبیعي علومو د بېلابېلو څانګو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدروـمېتیورولوژي او نورو اړوندو برخو علمي–څېړنیزې مقالې د خپرېدو لپاره وړاندې کېږي.
تر اوسه پورې د دې مجلې ۷۶ ګڼې چاپ او خپرې شوې دي. دا مهال د طبیعت مجلې ۷۶مه ګڼه د چاپ په ښکلي او معیاري بڼه چمتو شوې ده، چې ۱۵۰ مخونه لري. د یادونې وړ ده چې په دې ګڼه کې ۱۰ علمي–څېړنیزې مقالې خپرې شوې دی.
دغه ګڼه د مسوول مدیر ښاغلي محمد اسماعیل آغا تر مدیریت لاندې او د الیاس عمر فرهمند په اهتمام د خپرېدو لپاره چمتو او چاپ ته وسپارل شوه. د چاپ شوو مقالو سرلیکونه او د هغو د لیکوالانو نومونه په لاندې ډول وړاندې کېږي:
• تحلیل و بررسی خصوصیات گراناتها در میکا شیست و اهمیت تکتونیکی آن در فارمیشن ولایتی بلاک کابل.
نویسنده: معاون سرمحقق دکتور احمد امید افضلی.
• د مرکزي زون په اقليمي شرایطو کې د روميانو د جرم پلازم د ځينو ډولونو د حاصل او توافق پرتلیزه څېړنه.
لیکوال: څېړنوال دکتور شاهدالله ساپی..
• تحلیل نحوه مدیریت فاضلابهای ناشی از موترشویی ها در شهر کابل.
نویسنده: پوهنوال محمد واثق حسینی.
• د غوري سمنټو د کيمياوي او فزيکي پارامترونو تحليل او څېړل.
لیکوال: څېړندوی عمران لايق.
• د کابل په اقلیمي شرایطو کې د کرم د کښت د مناسب وخت ټاکل.
لیکوال: څېړنیار محمد منیر نظیري.
• بررسی کاربرد برخی از مودل های غیرخطی در تحلیل رشد بازار.
نویسنده: محقق آمنه بارکزی.
• کاربرد معادلات دیفرانسیل کسری خطی با مشتق کاپوتو در فزیک میخانیک.
نویسنده: محقق خورشید انور نیازی.
- د جي آی اس او ریموټ سنسنګ په کارونه له 1990تر 2015. ز. کلونو د آمو په سیندیزه حوزه کې د یخچالي جهیلونو څېړنه.
څېړندوی عبدالبشیر امرخیل.
- بررسی اهمیت اقتصادی دریای کنر.
معاون محقق ولی احمد نوری.
- مرور توصیفی- تحلیلی عوامل، وقایه، تشخیص و تداوی خشکی دهن .(Xerostomia)
معاون محقق داکتر حجت الله موحد.
یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...
تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
